د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو علمي سير تر سره کړ.

تېره ورځ چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لخوا علمي سير ترسره شو.
په ياد علمي سير کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست او د خوست ملي راډیو تلويزيون له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وشوه، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري محصلانو ته اړین معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو د عملي پوهې د کچې لوړولو لپاره ضروري و.
د شيخ زايد پوهنتون اداره د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د دوی د مسلکونو سره سم علمي سفرونه برابروي، ترڅو د نظري زده کړو تر څنګ محصلان په عملي برخه کې هم وروزل شي.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت