د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو علمي سير تر سره کړ.

szu_admin
خميس, يونيو 26 2025 2:44 مساء
علمي سير په اړه

تېره ورځ چهارشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د سرطان مياشتې څلورمه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ‌ذوالحجة الحرام مياشتې ۲۸مې نيټې سره برابره وه، د شيخ زايد پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو لخوا علمي سير ترسره شو.

په ياد علمي سير کې د خوست اطلاعاتو او کلتور رياست او د خوست ملي راډیو تلويزيون له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وشوه، چې د اړوندو مسؤلینو له لوري محصلانو ته اړین معلومات ورکړل شول، چې د محصلانو د عملي پوهې د کچې لوړولو لپاره ضروري و.

د شيخ زايد پوهنتون اداره د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو ته د دوی د مسلکونو سره سم علمي سفرونه برابروي، ترڅو د نظري زده کړو تر څنګ محصلان په عملي برخه کې هم وروزل شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

Latest news

اثنين, أبريل 08 2024 10:58 صباحا
Background image

جامعة الشيخ زايد مرة أخرى حصلَتْ على الاعتماد العلمي الأكاديمي على مستوى البلد.

قامت رئاسة ضمان الجودة والاعتماد بوزارة التعليم العالي عام 1402هـ بإجراء تقييم لتأمين شهادة الاعتماد الأكاديمي الكامل لجامعات البلد المرموقة، وفي هذا الصّدد خمس جامعات البلد المرموقة. . .

BACK TO NEWS