د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو لپاره په مالي او تدارکاتي برخه کې پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۶
321

یاد روزنيز پروګرام کې د نورو ولایتي تحصیلي بنسټونو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، معاونینو، تدارکاتو او مالي مسؤلینو هم برخه لرله.

 په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې ګډونوالو ته د استادانو او متخصصینو له لوري د عامه بودجې او د هغې ارزښت، عامه بودجې او مالي سیاستونو، اساسي مفاهیمو، د اړتیاوو معلومول او تدارکاتي پړاوونو، تدارکاتي پلان جوړونې، معیاري فورمو، د داوطلبۍ پروسو، مالي او تدارکاتي موضوعاتو اړوند روزنه او معلومات ورکړل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۰:۳
Background image

په شرعي څېړنه کې د ليکنښو سمه کارونه او تطبیقي بېلګې یې تر عنوان لاندې علمي کنفرانس وړاندې شو.

د ۱۴۰۳هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې ۱۶مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون شرعياتو پوهنځي کې چې د ياد پوهنځي استادانو، ژوري هیئت غړو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۵۸
Background image

د کادري بستونو له نوماندانو څخه تخصصي آزموینه واخیستل شوه.

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۸مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الاولی مياشتې ۱۶مې نېټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د طب پوهنځي مایکرو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۵۵
Background image

حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې د مالیاتو موخې تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

د ۱۴۰۳هـ.ش کال د عقرب میاشتې ۲۷مه، چی د ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې ۱۵مې نېټې سره برابره وه، د شیخ زاید پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې چې د ياد پوهنځي استادانو، ژوري هیئت. . .

BACK TO NEWS