د شیخ زاید پوهنتون محصلانو سره د کرونا او درسي بهیر په تړاو انلاین جلسه ترسره شوه

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۵:۶
SZU STD AFFAIR'S VTC

نن سه شنبه ( ۵/اسد/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت کې د پوهنتون رئیس پوهنمل حسین ګل اریوبي ، د محصلانو چارو مرستیال محمد داود بابکرخېل او ورسره د نورو اداري کارمندانو لخوا، محصلانو سره انلاین ناسته ترسره شوه.

SZU STD AFFAIRS' VTC

په پيل کې ښاغلي پوهنمل اریوبي محصلانو ته د تېر اختر مبارکۍ تر څنګ د کیفیت لوړونې په برخه کې د شیخ زاید پوهنتون بشپړ اعتبار ترلاسه کولو مبارکي هم ورکړه ، چې د محصلانو نماینده ګانو لخوا یې تود هرکلی وشو.

ښاغلي اریوبي د بشپړ اعتبار پروسې په اړه محصلانو ته ددې پروسې مفید اړخونه هم تشریح کړل. هغه پر محصلانو ټینګار وکړ، چې د کرونا واکسین ځان ته تطبیق کړي، ترڅو ددې مهلک مرض له سببه زمونږ درسي بهیر نور ټکنی نشي. هغه محصلین چې د هیواد په نورو ولایاتو کې مېشت دي ، باید اړوند ولایاتو کې د عامې روغتیا مراکزو ته د واکسین کیدو په موخه مراجعه وکړي. د خوست ولایت اړوند محصلین دې خپلو ولسوالیو کې مربوطه صحي مراکزو ته او مرکز اړوند محصلین دې د عامې روغتیا مربوط روغتیایي مراکزو ته د واکسین کیدو لپاره رجوع وکړي.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال استاد بابکرخېل هم محصلانو ته د لوی اختر مبارکۍ ترڅنک د پوهنتون بشپړ اعتبار مبارکي هم وویله او زیاته یې کړه، چې ددې سمستر درسونه به هم لکه د تېر سمستر په شان تشدیدي وي. ښاغلي بابکرخېل زیاته کړه چې د خوست عامې روغتیا ریاست له لارې ددې ولایت اړوند د کرونا مریضانو سلنه د لوړو زده کړو وزارت سره شریکه شوي ده، چې پایلو ته یې منتظر یو.

SZU STD AFFAIRS' VTC

ناسته کې د ټولو پوهنځیو نماینده ګانو ترڅنګ نورو محصلینو هم ګډون کړی و، چې تقریبا یو ساعت یې دوام وکړ او د محصلینو پوښتنو ته د محصلانو چارو مرستیال بابکرخېل لخوا وړ ځوابونه ورکړل شول.

په پای کې محصلانو ته وریاد کړل شوه ، چې د واکسین کارت نه شتون په صورت کې محصل ته پوهنتون ته د داخلیدو اجازه په هیڅ صورت نه ورکول کیږي.

د یادونې وړده چې د شیخ زاید پوهنتون اداره هڅه کوي، چې ددې مهلک مرض پر وړاندې احتیاطي تدابیر نور هم قوي شي ترڅو درسي بهیر مختل نشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۱۵:۵۳
Background image

نویو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په اړه يو ورځنی سيمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي معاونيت اړوند مسلکي پراختيا مرکز له لوري د بېلا بېلو پوهنځيو نويو ګمارل شويو استادانو لپاره د نصاب ښه تطبيق، پراختيا او معياري پوښتنو جوړولو په برخه کې يو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو نوماندانو څخه تخصصي ازموينه واخيستل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي چاپېريال پوهنې، د طب پوهنځي صغيره جراحي، عمومي داخله او عقلي ـ عصبي، د وترنري علومو غذایي موادو حفظ الصحې او ټکنالوژي، عمومي ښوونې او روزنې، د اقتصاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

BACK TO NEWS