د شیخ زايد پوهنتون پسرلني سمستر درسونه رسماً پیل شول.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۵۹
اداذلربز

د شیخ زايد پوهنتون پسرلني سمستر درسونه رسماً پیل شول.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له پنځمې نيټې سره برابره ده،

د شیخ زاید پوهنتون محصلان د رخصتیو تېرېدو څخه وروسته په پوره مينه او شوق سره بېرته پوهنتون ته را ستانه شوي او د نوي سمستر درسونه یې په نویو هیلو پیل کړل.

د شیخ زايد پوهنتون اداره د محصلانو عملي او نظري زده کړو لپاره ټول امکانات برابر کړي؛ تر څو په راتلونکي کې په ښه ډول نظري او عملي زده کړې ترسره کړي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۲۶
Background image

څانګو آمرينو ته د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون علمي څېړنو معاونيت له لوري د دوولسو پوهنځيو څانګو آمرينو لپاره د محصلانو مونوګراف ليکنې لپاره د پروپوزل ثبت او طرحې مراحلو د نوي سيستم په اړه يو ورځنی ورکشاپ وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۶:۱۴
Background image

د بهاري سمستر پای ازموینې به د سرطان مياشتې په لسمه نېټه پيل شي.

د پوهنتون علمي شورا په ناسته کې یاده پرېکړه ترسره، چې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقاني تر مشرۍ لاندې د علمي شورا غړو پکې ګډون کړی و.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

BACK TO NEWS