د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست مسؤلینو د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینې څخه لیدنه وکړه.
تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۲۴مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال رجب المرجب مياشتې له ۱۲مې نيټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ارزیابۍ او برابرۍ رئیس شیخ الحدیث غوث الدین خالد او د پکتیا ولایت عبد الله بن مبارک رحمه الله جامعې او تخصصاتو رئیس شیخ الحدیث محمد اکبر فضلي چې د یادې ازموینې اعلی نګران مولوي محمود الحسن محمود یې ملتیا کوله، خوست ولایت کې د دیني علومو عالیې او عالمیې دورو د فاضلانو کلنۍ ازموینې څخه نظارت ترسره کړ.
اړوندو مسؤلینو لخوا د ازموینې صحنې مثبتې وبلل شوې او د پاتې ازموینو سحنو د لا منظمو اخیستلو باندې ټینګار وشو.
دا چې یادې کلنۍ ازموینې شنبه ورځ پیل شوې، نن درېیمه ورځ یې په خیر سره پای ته ورسیده.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت