د شيخ زايد پوهنتون د شپې برنامې څخه ۲۵ تنه محصلان فارغ شول.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۴:۱۶
کمنخهع

نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۳مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له لومړۍ نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون له دوو پوهنځيو اقتصاد، حقوق او سياسي علومو د شپنیو برنامو څخه ۲۵ تنو محصلانو د یوې ګډې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه تر لاسه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

هغه غونډه چې په همدې موخه نن ورځ د شيخ زايد پوهنتون نهم بلاک د غونډو په تالار کې رابلل شوې وه، د يادو پوهنځیو رئيسانو، استادانو، کارکوونکو، د فارغېدونکو محصلانو خپلوانو او محصلانو ګدون کړی و.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو رئيسانو ویناوې وکړې، دوی په خپلو خبرو کې فارغېدونکو محصلانو او د هغوی خپلوانو ته مبارکۍ ورکړې او محصلانو ته یې د زده کړو د دوام تر څنګ ورسپارل کېدونکي دندې په پوره صداقت ترسره کولو لارښوونې وړاندې کړې.

غونډه فارغېدونکو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسیده.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS