اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۴:۴۷
ړړدذالرز

اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ تر سرلیک لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن سه شنبه د ۱۴۰۳هـ.ش کال سلواغې میاشتې دویمه، چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د رجب المرجب مياشتې له ۲۰مې نیټې سره سمون لري، د خوست ولایت ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو آمریت لخوا د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت سره په همغږۍ، اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او ارزیابۍ د سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پيل شو.
د ورکشاپ په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد په پرانیستونکي وینا کې د اسلام له نظره د ادارې او مدیریت د ارزښت په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په دغه ورکشاپ کې به اداري کارکوونکو ته اداره، د اسلام له نظره اداره او مدیریت، د ادارې اساسات، د سالمې ادارې ځانګرتیاوې، مدیر، مدیریت، د مدیریت اصول، پلان جوړونه، اهداف ټاکل او ورته نور موضوعاتو باندې معلومات وړاندې شي. یادو چې دغه ورکشاپ به سبا ته هم دوام ولري.
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رئیس په لیلیه کې د مېشت محصلانو څخه لیدنه وکړه.

چهار شنبه چې د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۲۲مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له ۱۲مې نيټې سره برابره وه، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيئت د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره غونډه تر سره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي ریاست مقام کې د شیخ زايد پوهنتون له رهبري سره غونډه وکړه. ياده غونډه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـ.انـ.ي، د لوړو زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۵۹
Background image

د شیخ زايد پوهنتون پسرلني سمستر درسونه رسماً پیل شول.

د شیخ زايد پوهنتون پسرلني سمستر درسونه رسماً پیل شول.

نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د رمضان المبارک مياشتې له پنځمې نيټې سره برابره ده،

د شیخ زاید. . .

BACK TO NEWS