د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلين

له کله نه چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علم او پوهې ډيوې بلې کړې دي، کابو (۱۴۸۰) تنه يې رڼا ته ناست دي او (۵۵۰) تنو يې دغه رڼايي له ځانه سره خپلو ولاياتو ته وړې ده،  چې د هېواد تياره ګوټونه پرې روښانه دي. اوس مهال هم لا دا ډيوه په لوړه کچه مينه‌وال لري چې هر کال ترې څوک رڼا وړي او څوک يې نوې رڼا ته راځي.