محصلانو چارو امریت

د محصلانو چوپړتیاوو سمون امریت

تاریخچه:

د محصلانو چارو آمریت د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت په ادري تشکیل کې په ۱۳۹۰هـ ش کال کې ایجاد شوی دی. نوموړی آمریت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون له خوا د آزادو سیالیو د طررزالعمل په رڼا کې اعلان ته وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې ښاغلی نورمحمدثافب د ۱۳۹۰ کال د خوت میاشتې په ۱۶ نیټه د محصلانو چارو آمر په توګه وټاکل شو او تر دې دمه یې خپلې دندې ده ادامه وکړي ده. دغه امریت په ټوله کې د محصلانو خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د محصلانو ورځيني خدمتونو څخه سوپرویزژن، په چارو کې همغږي او د چارو متحد کولو په مقصد ایجاد شوی دی. د محصلانو چارو آمریت د په اداري چوکاټ کې درې لوی عمومي مدیریتونه تشکیل شوي دي، لکه: د ثبت او رجسټر لوی مدیریت، د فارغانو چارو لوی مدیریت او د تحصیلي اسنادو(دیپلوم او ترانسکریپت) لوی مدیریت دي.

امر: نورمحمدثاقب

اړیکه: 0706771137

بریښنالیک: saqebnoor@gmail.com

Saqeb

پېغام:

ګرانو محصلانو!

د ټولنیزو ستونزو د حللارو موندولو، د ټولنې د اړتیاوو پوره کولو او په ټولنه کې د فرصتونو استفاده کولو په موخه د نوي علومو په زده کړه کې ډېر زیار وباسئ. د مارکېټ او عصر مطابق ځانونه په علمي لحاظ آیار کړئ. کله چې د انساني پرمختګ لپاره په رسمي چارو بوخت وئ نو ژمن، دقیق او مسلکي واوسئ.

لرلید:

محصلانو چارو امریت محصلانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا جوړشوي HEMIS سیستم، نورو الکترونکي دیتابسونو، نویو تګلارو او پالیسیو په عملي کولو کې د محصلانو چارو معاونیت سره ګډ کار کولو ته ادامه ورکړي ده. همدارنګه هڅه کوي، چې برحال او فارغ التحصیل محصلانو ته قناعت لرونکي خدمتونه وړاندې کړي.

ماموریت:

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو ته دمعیاري خدمتونو  وړاندې کولو په غرض د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د لایحو او مقرراتو اړوند د محصلانو چارو کنترول، نظارت او لاس لاندې مدیریتونو ته د ښه کاري چاپيریال برابرول او لارښوونه کول دي.

اهداف:

  • د نوي محصلانو شمولیت، د محصلانو منفکۍ، تاجیل او تبدیلۍ په پروسو کې  د عدالت او شفافیت تامینول
  • نوي شامل شویو محصلانو اړونده پوهنځیو ته د تدریس په موخه معرفي کول.
  • د محصلانو د علمي او مسلکي مهارتونو زیاتولو په موخه د ممتازو محصلانو په تحصیلي پروګرامونو کې خارج ته معرفي کول.
  • د محصلانو لپاره د غوره فرهنګي او اجتماعي خدمتونو وړاندې کول.
  • محصلانو ته په ټاکلي وخت او معیار د هویت کارتونو ترتیب او توزیع
  •  فارغانو ته د باکیفیته خدمتونه وړاندې کول
  • د دیپلومونو ویش او د فارغانو د ترانسکرپت ترتیب
  • په آزموینو کې د شفافیت او عدالت د تامین د ډاډ حاصلول .
  • د محصلانو د آزموینو نه وروسته د نتایجو د جمعه کول، ترتیبول او  ښه ساتنه کول
  • د محصلانو شکایتونو څېړل، د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه اړین اقدامات ترسره کول.

ژمنه:

   د محصلانو چارو آمریت ژمنتیا څرګندوي، چې د محصلانو ته به د اسلام سپېځلي دین په رڼا کې او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو په چوکاټ کې د نویو بدلونونو سره خدمتونه وړاندې کوي.

تشکیل:

ګنه

نوم

تخلص

دنده

اړیکه

بریښنالیک

عکس

1

نورمحمد

ثاقب

د محصلانو چارو آمر

0706771137

saqebnoor@gmail.com

ثاقب

2

عبدالوادود

شریفي

ثبت او رجسټر عمومي مدیر

0779887500

Abdulwadoodshrifi@gmail.com

sharifee

3

محمد شاه خان

حقمل

فارغانو چارو عمومي مدیر

0764709203

hmohammashahkhan@gmail.com

haqmal

4

محمد کریم شاه

ښکلی

تحصیلي اسنادو عمومي مدیر

0774980753

karim.786hilal@gmail.com

beauty