د ښوونې او روزنې پوهنځی څانګې
بيولوژي څانګه
لرلید (Vision)
د بيولوژي څانګه به د تدريسي، څيړنيزو او علمي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يوه مخکښه څانګه وي، چې د بيولوژي په کاري ساحه کې د اړتياوو په اسلامي روحیه پام کې نيولو سره به په کار پوه او متعهد کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.
رسالت (Mission)
د بيولوژي څانګه د يو داسې علمي او اکاډميک چاپېريال د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، چې په لوړ کيفيت سره درسي او څيړنيز خدمات وړاندې کړي، تر څو د هېواد ځوانان د بيولوژي په برخه کې مسلکي او په کار پوه کسان وروزي.
ارزښتونه (Values)
۱- په علمي کچه خپل موقف د افغانستان او سيمې په کچه د يوې بااعتباره او باکيفيته ادارې په توګه نور هم قوي کول.
۲ - د نوي باکفايته، معياري درسي موادو او کتابونو تهيه کول.
۳ - تدريس په نوي او پرمختللي تکنالوژۍ او امکاناتو مجهز کول.
۴ - محصلانو ته د باکيفيته تدريس، زده کړې او څيړنې زمينه برابرول.
۵ـ اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.
۶ـ د بیولوژی د علم په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.
۷ـ د لوړو زده کړو د پالیسي مطابق ټولې چارې په مخ وړل.
۸ـ د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.
۹ـ عدالت او برابري.
۱۰ـ معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.
۱۱ - د ټولنې او د کار د بازار د اړتياوو په پام کې نيولو سره په کارپوه او بامسؤليته کادرونه روزل.
۱۲- د افغانستان په ښوونې او روزنې په پراختيا کې د برخه اخيستلو لپاره په ملي او نړيواله کچه د څيړنیزو وړتياوو درلودل.
۱۳ - د سيمې ځوانانو ته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرول.
څانګې موخې
۱ - په علمي کچه خپل موقف د افغانستان او سيمې په کچه د يوې بااعتباره او باکيفيته ادارې په توګه نور هم قوي کول.
۲ - د نوي باکفايته، معياري درسي موادو او کتابونو تهيه کول.
۳ - تدريس په نوي او پرمختللي تکنالوژۍ او امکاناتو مجهز کول.
۴ - محصلانو ته د باکيفيته تدريس، زده کړې او څيړنې زمينه برابرول.
۵ - د ټولنې او د کار د بازار د اړتياوو په پام کې نيولو سره په کارپوه او بامسؤليته کادرونه روزل.
۶- د افغانستان په ښوونې او روزنې په پراختيا کې د برخه اخيستلو لپاره په ملي او نړيواله کچه د څيړنیزو وړتياوو درلودل.
۷ - د سيمې ځوانانو ته د لوړو زده کړو اسانتياوې برابرول.
فزیک څانګه
لرليد
رسالت (ماموریت)
فزیک څانګه د خپلو با تجربه استادانو په درلودلو ویاړي چې د هیواد په کچه به ټولنې ته ژمن- مسلکي ښوونکي وړاندې کړي، چې د خپلو وړتیاوو او کاري مهارتونو پر مټ به وکولای شي شته ستونزې حل او نوي پرمختګونو ته د لاس رسي لپاره څیړنې ترسره او د پرمختګ لامل شي.د فزیک څانګه د داسې علمي او اکادمیک چاپیریال د رامنځته کولو لپاره هڅه کو ي.
ارزښتونه
۱- اسلامي او شرعي ارزښتونو ته درناوی.
۲- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې وړاندې کول.
۳- د اسلامي آمارت د پالیسي مطابق د خپلو ټولو اصولو تطبیقول.
۴- د څیړنې پر مټ د هیواد پرمختګ.
۵-معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.
۶-سالمه اداره او اغیزمنه رهبري.
۷- حساب ورکوونه.
۸- د حساب غوښتنه.
۹ - په کارونو کې شفافیت.
موخې
فزیک څانګې د یو اساسي او کلیدي واحد په توګه د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم لاندې موخې په پام کې نیولي دي.
۱- په اسلامي او ملي روحيه د مسلکي کادرونو روزل.
۲ - د لوړو زده کړو لپاره د فزيک کادرونو روزل.
۳ - د فزيک مسلکي ښوونکو روزل.
۴ - په فزيک څانګه کې د څيړنو مروج کول.
۵ - د نيمه لوړو زده کړو موسسو څخه د فارغانو لپاره د روزلو زمينه برابرول.
۶ - د شپې پوهنځي د فزيک څانګې له لارې د داخل خدمت او نورو ښوونکو مسلکي کول.
۷ - د وخت له غوښتنې سره سم د کريکولم تطبيق کول.
۸ - د پوهنې وزارت اړونده رياستونو او مديريتونو لپاره د وړ او مناسبو کادرونو روزل.
۹ - د استادانو لپاره د څیړنیزو ورکشافونو برابرول.
۱۰ - د استادانو د ظرفیت د لوړاوي په موخه د کنفرانسونو، سیمنارونو او لنډ مهاله علمي برنامو په کار اچول.
۱۱ - د ټولنې او کاري شريکانو د اړتیاوو او غوښتنو په پام نیولو سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.
۱۲ - دا سې هڅې او کړنې ترسره کول؛ تر څو د فزیک څانګه د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.
۱۳ - د تحصیلي سویې لوړولو (ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.
د کیمیا څانګه
لرلید (Vision)
د کیمیا څانګه د کیمیا اړونده علم د تولید د یوې برخې په توګه هڅه کوي چې د ذکرشوې برخې لپاه په اسلاي روحیه سمبال د مسلکي او تخصصي کادرونود روزلو په یومعتبر مرکز تبدیله شي او په هیواد کې د ورته مراکزو په څنګ کې لوړ مقام خپل کړي.
رسالت (Mission)
د کیمیا څانګه غواړي چې د کیمیا د علم اړوند د معیاري او اسانه تحصیل زمینه برابره کړي، ترڅود هیواد ځوانان له دې لارې خپلو علمي او مسلکي زده کړوته لاسرسی پیداکړي او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځي.
ارزښتونه (Values)
۱ـ اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.
۲ـ د کیمیا د علم په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.
۳ـد اسلامي امارت د پالیسي مطابق ټولې چارې په مخ وړل.
۴ـ د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.
۵ـ عدالت او برابري.
۶ـ معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.
موخې
د کیمیا څانګې د يوې زده کړيزې ادارې په توګه د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژي او پالیسي سره سم لاندې موخې ټاکلې دي:
۱ - د هیواد او ټولنې اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختياوو لپاره د خدماتو وړاندې کول.
۲ - په ملي او اسلامي روحيه د سمبالو کادرونو وړاندې کول.
۳ - محصلينو ته په نظري، علمي او عملي اساساتو ولاړه مسلکي ښوونه او روزنه چمتو کول.
۴ - د ملي پالیسي سره سم د څېړنيزې پوهې رامنځته کول.
۵ - د تحصیلي سویې لوړولو(ماسټري ، دوکتورا او مافوق دوکتورا) زده کړو په موخه ، بهرنیو هیوادونو ته د علمي کادرونو لیږل.
۶ - د اکاډمیک نظم او د سيپلین رامنځته کول.
۷ - دا سې هڅې او کړنې ترسره کول تر څو د کیمیا څاګه د کیفیت تضمين تر ټولو لوړ اعتبار ترلاسه کړي.
۸ - د ټولنې او کاري شريکانو اړتياؤ او غوښتنو ته په پام سره د غوره تحصیلي نصاب درلودل.
د رياضي څانګه
لرلید (Vision)
په لوړ کيفيت د رياضي څانګې پراختيا او تقويه کول چې د افغاني ټولنې د پراختيايي اړتياوو او ترقۍ لپاره ځواب ويوونکي وي او د اکاډميکې ازادۍ په لرلو سره ټولنې ته غښتلي، لايق، افغاني او اسلامي ارزښتونوته ژمن فارغانو په وړاندې کولو سره علمي، ټولنيز، کلتوريخدمات او علمي تحقيقات ارايه کړي تر څو د ګران هیوادد پرمختګ سبب وګرځي.
ماموريت (Mission)
دموجوده امکاناتو په نظر کې نيولوسره د هيواد او کارموندنې د اړتياوو په بناء د رياضي څانګې ماموريت په خپلو محصلينو کې د رياضي اساساتو پوهې، دليل ويلو، مکالمې او د مسايلو د تطبيق او حل کولو وړتيا رامنځته کول دي. همدارنګه د هيواد د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري ستونزو په حل کې پراخه برخه اخستونکي فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کول دي.
ارزښتونه (Values)
۱ـ اسلامي او شرعي ارزښتونو ته بشپړ درناوی.
۲ـ د ریاضي د علم په برخه کې د باکیفیته لوړو تحصیلاتو وړاندې کول.
۳ـ د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ټولې چارې په مخ وړل.
۴ـ د اخلاقي او انساني کرامت ساتنه.
۵ـ عدالت او برابري.
۶ـ معیاري تدریس ، تحقیق او د نورو علمي لاسته راوړنو ته احترام.
موخې
۱ - د اسلامي او افغاني ارزښتونو د انساني مساواتو د غوښتلو مطابق په لوړو زده کړو کې د بشري حقوقو د اصولو مراعت کول.
۲ - د څانګې د علمي غړو د علمي ظرفيتونو لوړونه.
۳ - په ملي کچه د هيواد د اقتصادي اړتياوو په پام کې نيولو سره د څانګې د تحصيلي نصاب د پراختيایي پروګرامونو ته ژمن پاتې کيدل.
۴ - په څانګه کې د کيفيت د لوړونې پروګرامونو پراختيا او د OBE-SCL سيستم پلي کول او د ښوونيزو موادو برابرول.
۵ - د څانګې لپاره د الکترونيکي زده کړود پروګرامونو رامنځته کول.