د معلوماتي سیستمونو ديپارتمنت آمر

          د معلوماتي سیستمونو ديپارتمنت آمر

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري

0799339919

0777081892

gawhari@gmail.com

www.facebook.com/gawharshah.gawhari

لنډ ژوند لیک

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د الحاج مالک شاه زوی؛ د سرښوونکي مرحوم الحاج سلطان شاه لمسی او د افغانستان د  خوست ولايت  د مرکز لکڼو د سپينکيو بړيو کلي اوسيدونکی دی. نوموړی په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د خوست ولايت د مرکز اړوند د سپينکيو بړيو په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. په ۱۳۷۹ هـ ش کال کې د خوست ولايت د مرکز لکڼو په عالي لېسه کې شامل او په  ۱۳۸۴ هـ ش  کال  کې د يادې لېسې د دوولسم ټولګي څخه په عالي درجه  فارغ  شوی دی.  په ۱۳۸۶ هـ ش کال کي د کانکور د ازموينې وروسته د شيخ زايد  پوهنتون د کمپيوټر ساينس په پوهنځی کې شامل او  په  ۱۳۸۹ کال کې د نوموړي پوهنځی څخه  په عالي درجه د فراغت ديپلوم ترلاسه کړ. د لیسانس دورې څخه د فارغيدو سره سم خپلو هیوادوالو ته په علمي او تدریسی ډګر کې د خدمت کولو په موخه په کابل کې د کادرې ازموینې له ورکولو وروسته د ازادې سیالۍ له لارې په۱۳۹۰ هـ ش کال  کې د شیخ زاید پوهنتون، کمپيوټر ساینس پوهنځی کې د علمي کادر د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۳ کال کې د ازاد رقابت له لارې د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په صفت په دویم بست کې تقرر حاصل کړ، او د دوه کاله خدمت کولو څخه وروسته په ۱۳۹۵ کال کې کابل ته د ماستری دورې زده کړو لپاره په رسمي بورس معرفي شو. په کابل کې يې د باختر پوهنتون څخه د کمپيوټر ساینس(سافټ وئیر انجینرېنګ) په برخه کې د تخصصي زده کړو ترلاسه کولو وروسته  د ۱۳۹۷ هـ ش کال په نیمايي کې بیرته شیخ زاید پوهنتون ته راستون شو.

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري تر اوسه پوري په شيخ زايد پوهنتون کې لاندې فعاليتونه او دندې ترسره کړيدي:

۱. د پوهنتون د علمي شورا غړی

۲. د شیخ زاید پوهنتون د پوهنیزې مجلې مسؤل مدیر

۳. د شيخ زايد پوهنتون د پوهنيزې مجلې د تحریر هیئت غړی او کمپوزر

۴. د شیخ زاید پوهنتون د PDC بورډ غړی

۵. د شیخ زاید پوهنتون د OBE/SCL کمېټې مشر

۶. د شیخ زاید پوهنتون د انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز مشر او استاد

۷. د کمپيوټر ساينس پوهنځی سرپرست مرستيال

۸. د کمپيوټر ساينس پوهنځی د  کمپيوټرساینس عمومي ديپارتمنټ سرپرست آمر

۹. د پوهنځی د علمي شورا، اداري شورا، نصاب کمېټې، الکترونیکي کمېټې، او تضمین کیفیت کمېټې غړی

۱۰. د پوهنځی د ازموینو کمېټې مشر او غړی

۱۱. د پوهنځی د OBE/SCL کمېټې مشر

۱۲. د ديپارتمنټ د علمي شورا غړی

۱۳. د معلوماتي سیستمونو د څانګې شورا مشر

۱۴. د معلوماتي سیستمونو د کیفیت تضمین کمېټې مشر

۱۵. د پوهنتون د لیلیې شورا مشر

۱۶. د پوهنتون د لیلیې شورا غړی

۱۷. د پوهنتون د نشراتو کمېټې غړی

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د ۱۳۹۷ هـ ش کال په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګې د سرپرست او د ۱۳۹۸ کال د ثور په میاشت کې د رسمي آمر په توګه دنده پيل کړه. چې د خپلو هیوادوالو لپاره د خپلې پاکې دندې(علمي کادر غړی) تر څنګ د معلوماتي سیستمونو څانګې د آمر په صفت په علمي ، تدریسي او اداري چارو کې چوپړ ترسره کوي.

 

د ځان ارزونې ګزارش د بشپړيدو په اړوند د څانګې آمر پیغام (جدي ۱۴۰۱ هـ ش)

د کمپيوټر ساینس په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونه علم او پوهه په افغانستان کې د زده کړې تقریباً نوي ساحه ده، او له همدې امله د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګه به له ستونزو خالي نه وي او زیاتې ننګونې يې پر مخ پرتې دي، چې مونږ يې د حل کولو لپاره په شریکه کار او هلې ځلې کوو. د ډېرو ننګونو د شتون سره، سره  بیا هم په ۱۴۰۱  کال کې مونږ زیاتې لاس ته راوړنې درلودلې، چې د نمونې په توګه يې له تاسو سره شریکوو:

  1. د معلوماتي سیستمونو څانګه د ۱۴۰۱ هـ ش کال په داخلي د تضمین کیفیت ارزونه کې د پوهنتون په کچه په (۴۴) څانګو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
  2. د څانګې لپاره کلنۍ کاري پلان ترتېب او تطبیق شوی دی.
  3. د معلوماتي سیستمونو د څانګې علمي شورا په ۱۴۰۱ کال د جدي میاشتې پوري (۷) جلسې دائيرې کړي دي.
  4. همدا ډول د معلوماتي سیستمونو څانګې د تضمین کیفیت کمېټې په ۱۴۰۱ کال د جدي میاشتې پوري ټولې (۱۰) د پوهنتون، پوهنځی او په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونو څانګې د کیفیت لوړولو په موخه جلسې دائيرې کړي دي، چې د څانګې په علمي او تدریسي چارو کې يې پوره کیفیت او ښه والی رامنځ ته کړئ دی.
  5. د معلوماتي سیستمونو ديپارتمنت د څانګې شورا او تضمین کیفیت کمېټې د جلساتو ټول ګزارشات پوهنځی او ټولو استادانو سره د هدایاتو او تطبیق لپاره لېږل شوي دي.
  6. د څانګې د استادانو لپاره مو په (۲۱) مواردو کې کلنۍ دوسيې ترتېب کړي دي.
  7. د تضمین کیفیت د کاري جوړښت او رهنمود مطابق د معلوماتي سېستمونو څانګې (۱۹) ګونې موارد بشپړ شوي دي.
  8. د کیفیت لوړولو او اعتبارورکوونې په (۱۱) ګونو معیارونو کې د ځان ارزونه ترسره شوي ده.
  9. د ځان ارزونې په پایله کې د رابرسېره شویو ستونزو او نیمګړتیاوو لپاره د ځان ارزونې عملیاتي پلان ترتېب شوي دی.
  10. د لورموندنې یا مسیریابی سند ترتېب شوي دی.
  11. د ۱۴۰۱ هـ ش کال د پسرلني او ژمني سمستر لپاره د تدرېس د ښه والي پلانونه ترتېب او تطبیق شوي دي.
  12. د څانګې د اکثریت استادانو د ۱۴۰۱ هـ ش کال د پسرلني او ژمني سمسترونو مضمونونو لپاره انفرادي عملیاتي پلانونه او کورس پالیسۍ ترتېب او تطبیق شوي دي.
  13. د پايلو پر بنسټ زده کړې/محصل محوري تدرېس درسي مېتودونه تر ډېره عملي شوي دي.

د معلوماتی سیستمونو دیپارتمنت په دې ویاړي، چې د شيخ زايد پوهنتون د نورو پوهنځیو د څانګو په څير يې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوونې د معيارونو مطابق د ځان ارزونې همدا ګزارش ترتیب او د کيفيت د لوړاوي د رهنمود مطابق کړنې ترسره کوي.

د معلوماتي سیستمونو څانګې د آمر په صفت د څانګې د تضمین کیفیت د ۱۴۰۱ هـ ش کال په کمېټه کې د محترمو غړو استادانو هر یو( پوهندوی صالح خان صالح ، پوهنمل محمد انور انور، پوهنیار نجیب الله سادات، پوهیالی سلطان احمد سباوون) او د منشي په توګه د محترم پوهیالی عبدالرؤف خاموش هڅې، چې د پوهنتون، کمپیوټر ساینس او په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونو څانګې د تدریسي، علمي او اداري پرمختګونو او کیفیت لوړولو لپاره يې ترسره کړي دي، له ټولو څخه مننه کوم او همیشه ورته په ټولو علمي او تدریسي چارو کې بریالیتوبونه غواړم. د معلوماتي سیستمونو څانګې د ټولو چارو د پراختیا او پرمختګ  د استادانو د شریک او ګډ کار پایلې دي، چې په دې ګزارش کې له تاسو سره شریک کیږي.

مونږ لا هم ژمن یو، چې د لوړو زد کړو د کیفیت په ښه کولو کې به هر ډول هلې ځلې او مرستې دریغ نه کړو او د معلوماتي سیستمونو څانګې د موخو لاس ته راوړلو ترڅنګ به په لوړو زده کړو کې ډیر نور بهتر خدمتونه خپلو هیوادوالو او د پوهې مینوالو ته وړاندې کړو.

یادونه: دا راپور د پوهنتون د ادارې په شفاهي لارښوونو سره د ۱۴۰۱‍ هـ ش کال د جدي په میاشت کې لیکل شوی دی، کنه دا باید د کال په اخیر کې ولیکل شي. وجه يې دا ښودله، چې د دریم پړاو د اعتبارورکونې سند د ساتلو په موخه د لوړو زده کړو وزارت څخه هیئت راځي او ټول مورد هغه د کال په پای کې هم لیکل کیږي، په جدي میاشت کې يې اسناد او شواهدو څخه لیدنه ترسره کوي.

په درنښت

د معلوماتي سیستمونو دیپارتمنت آمر

پوهنمل ګوهرشاه ګوهري

<<کورپاڼه