د مسلکي پراختیا مرکز لرلید رسالت او ارزښتونه

لرليد (Visoion)

شېخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیايي مرکز(PDC) به د هېواد په کچه د استادانو او کارکوونکو د علمي او مسلکې وړتیاوو د پرمختیا یو مخکښ مرکز وي.

رسالت(Mission)

په تخصصي برخو کې استادان او کارکوونکو ته د هراړخیزو اړینو سرچېنو په کارولو سره د لازمو او نویو مهارتونو، کړنو او کړنلارو انتقالول.

موخي(Gouls)

  • په علمي او تخنیکي برخو کې د لازمو مسلکي پرمختګونو په اړه پوهاوی او وده ورکول
  • نویو پرمختګونو او تجاربو لېږدولو ته زمينه برابرول
  • د تدریس، زده کړو او څېړنو د کیفیت لوړول
  • د ښه مدیریت او ښې رهبرۍ مهارتونو ته لا وده ورکول
  • د روزنیزو پروګرامونو د لارې د عوایدو لاس ته راوړل
  • په ملي او نړيواله کچه د اعتبار لوړول

​ستراتېژیکه لیوالتیا

  • د استادانو او کارکوونکو مسلکی وړتیاوو د ودې په موخه مرسته کول
  • د اړینو مهارتونو د لېږد لپاره د فرصتونو برابرول
  • د تحصیلي سیستم معیاري اوعصري کول
  • د پوهنتون د ستراتېژیک پرمختګ او بریاوو لړۍ ګړندۍ کول

کورپاڼه>>