د مسلکي پراختیا مرکز امر

د مسلکي پراختيا مرکز (PDC) آمر پيغام

د تمدنونو د ايجاد او بقا له پاره مسلکيتوب او ظرفيت لوړنه ځانګړی ارزښت لري. د پخوانيو تمدنونو زوال او له منځه تګ يو لامل د هغوی د مسلکيتوب او ظرفيت لوړنې سیستم خرابوالی ګڼل کيږي. پخواني تمدنونه په هغه ځايونو کې رامنځ ته شوي چې غني مسلکي پراختيايي او د ظرفيت لوړنې سیستمونه يې درلودل. په اوسني وخت کې د نفوسو زياته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځايونو کې تر سترګو کيږي چې پراخه، غني او عادلانه نظامونه لري، ظرفيت لوړونه يې د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند له پاره ګامونه اخلي. په اوسني عصر کې نړيوال په دې هڅه کې دي چې د زياتيدونکي نفوس، غربت، ناآمني، بې ثباتي او داسې نورو اړتياوو له پاره په کور دننه حل کړي او د وګړو مهاجرت، بيوزلي، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي. دا کارونه بغير د پوهې، مسلکي پراختيا او تيکنالوژۍ څخه ناشونی ګڼل کیږي. په مسلکي ظرفيت لوړونه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو، محقيقينو او زیارايستونکو هغه ثمره ده چې نننۍ نړۍ يې په فني، مسلکي او علمي مهارتونو او علم بسيا کړې ده. که څه هم په نړۍ کې په ځينو ځايونو کې جنګ، جګړه، بې عدالتي، لوږه او فقر خپل ناولي سيورې په ځېنو ټولنو غوړولي اما بيا هم د نړۍ موجوده مسلکي او علم سيستمونه تر یوه بریده کولی شي موجوده ستونزو، شخړو او ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي. د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ظرفيت لوړونې او مسلکي پراختيا مراکز، څيړنيز مراکز او داسې نور اړوند مؤسسات ددې له پاره کار کوي چې د نړۍ له پاره په اقتصادي، سياسي، ټولنيز او داسې نورو برخو کې د وخت د غوښتنو سره سم امکانات برابر او د هوسا او بسیا ژوند له پاره د خلکو په اختيار کې ورکړل شي. افغانستان هم د نوموړو موخو او اهدافو ته د رسېدو له پاره د هېواد په بېلابېلو پوهنتونونو کې د مسلکي پراختيا مراکز ايجاد کړي تر څو ټولنې ته هغه خدمات وړاندې کړي چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره ورسيږي او د مسلکي پوهې او تيکنالوژۍ څخه پرته امکان نه لري، نو د دې له پاره زموږ هيواد ورو ورو ګامونه اخلي تر څو وکولی شي چې مسلکي او ظرفيت لوړونه پورې اړوند ټولې اړتياوې په  داخل د هيواد کې حل او اړین موضوعات د نورو هيوادونو سره هم همکاري وکړي او متقابلې همکاري ورسره ولري.  شيخ زاید پوهنتون د افغانستان د خوست په ولایت کې تاسيس شوی او د نورو پوهنځیو او ادارو ترڅنګ د مسلکي پراختيا مرکز هم په خپل تشکیل کې لري. په دې څو کلن يون کې دغه مرکز وکولی شول چې په لسګونو کادرونه ټرېن کړي او په اوسني وخت کې د شېخ زايد پوهنتون په بيلابيلو ادارو او پوهنځيو کې خپلو سپېڅلو دندو ته دوام ورکوي. د د مسلکي پراختيا مرکز په خپلو کړنو باندې وياړي چې د خپل ماموریت په دوران کې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک ليدل کيږي. د مسلکي پراختيا مرکز امکاناتو ته په کتو ورو ورو ګامونه اخلي او اميد دی چې يوه ورځ به د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي. د مسلکي پراختيا مرکز اداري سټاف د هڅو له کبله د باکيفيته زده کړو زمينه ورځ تر بلې پراخيږي او خپلو دندو او وظايفو ته په اخلاص او وفادارۍ دوام ورکوي ترڅو خپلو سپیڅلو موخو ته د رسېدو له پاره په يووالي کار وکړي.

کالني راپورونه>>

کورپاڼه>>