اداره او تجارت څانګه
لکه څرنګه چې پورته هم یادونه وشوه چې د اداره او تجارت څانګه د پوهنځي له فعالیت سره یوځاي په فعالیت پیل وکړ او د اقتصاد پوهنځي له فعالو څانګو څخه یوه څانګه ده،چې استاد میرحبیب شاه ننګمل په ۱۳۸۳ کال کې د لومړي استاد په توګه د نوماند پوهنیار په توګه مقرر شو چې وروسته په ترتیب سره دوکتور رحیم جان دردمل هم د اداره او تجارت په څانګه کې د پوهنمل په توګه دنده پيل کړه چې اوسمهال ټول ټال اووه نفره استادان لري چې څلور تنه ماستر او پاتې نور یې د لسانس په کچه زده کړې لري او دوه تنه استادان د کابل پوهنتون کې د ماستري زده کړې ترسره کوي. د اقتصاد پوهنځي ترقیادت لاندې د اداره او تجارت دیپارتمنت تردې مهال پورې شپاړلس (16) دورې محصلین فارغ کړیدي چې اکثره یې د اوس لپاره په دندو ګمارل شویدي، او د دوی ګمارنه د هیواد او ټولنې لپاره پرځای ټاکنه ده چې ددوی له کارونو څخه خلک او اړونده ادارې کاملا رضایت لري چې دا کار موږ لپاره د افتحار وړ خبره ده.
لرلید (Vision)
رسالت (Mission)
اداره او تجارت څانګه د خپلو علمي، څیړنیزو او تدریسي چارو په اساس او همداشان د یو داسې علمي چاپیریال رامنځته کولو سره؛ کوشش کوي، چې په لوړ کیفیت تدرسي او څیړنیز خدمات وړاندې کړي؛ ترڅو د ګاونډیو هیوادونو سره د رقابت جوګه وګرځي.
ارزښتونه (Values)
- په اسلامي او ملي روحیه سره د کادرونو روزل
- معیاري او باکیفیته لوړې زده کړې
- د څیړنې کلتور رامنځ ته کول
- د اکاډمیکې ازادۍ رامنځ ته کول
- سالمه اغېزمنه رهبري
- حساب ورکول
- په چارو کې شفافیت او د فساد پر وړاندې مبارزه کول
- د هر نوع تبعیض څخه ډډه کول
د کالونو په تفکیک محصلانو احصائیه
کالونه |
1397 |
1398 |
1399 |
1400 |
1401 |
1402 |
1403 |
جذب شوي محصلان |
62 |
75 |
55 |
54 |
65 |
49 |
51 |
فارغ شوي محصلان |
55 |
31 |
0 |
68 |
58 |
57 |
56 |
د اداره او تجارت څانګې استادان
ګڼه |
نوم او تخلص |
د پلار نوم |
علمي درجه |
علمي رتبه |
تخصصي رشته |
دیپارتمنت |
دنده |
عمر |
د تیلفون شمېره |
ایمل ادرس |
۱ |
حفیظ الله مین امین |
خیال مین |
ماسټر |
پوهنمل |
MBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
د څانګې آمر |
35 |
۰۷۷۵۵۷۴۵۷۳ |
hafizullahmeenamin@szu.edu.af |
۲ |
شرف الدین شرف |
ذاهدالدین |
ماسټر |
پوهنمل |
MBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
پوهنځی ریس |
37 |
۰۷۷۵۲۱۲۱۰۱ |
Sharafdin.sharaf1366@gmail.com |
۳ |
اکمال ناصر امیري |
معین |
ماسټر |
پوهنیار |
MBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
استاد |
35 |
۰۷۷۵۱۳۳۵۳۸ |
akmal.amiri@yahoo.com |
۴ |
توریالی سنګین |
مخمدغني |
ماسټر |
پوهنمل |
MBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
استاد |
34 |
۰۷۷۳۲۰۸۵۵۴ |
tooryalisangeen2019@gmail.com |
۵ |
مرادعلی زیارمل |
سیدعلی |
لیسانس |
نوماند پوهنیار |
BBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
استاد |
32 |
۰۷۷۶۲۶۰۶۱۴ |
ziarmal60@gmail.com |
۶ |
خالد شاکر |
ګل راز |
لیسانس |
نامزد پوهنیار |
BBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
استاد |
35 |
۰۷۷۱۶۵۳۳۸۵ |
Khalid.shakir20@gmail.com |
۷ |
سید الرحمن ځیرک |
قمرګل |
لیسانس |
نامزد پوهنیار |
BBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
استاد |
24 |
۰۷۷۹۲۸۵۶۱۷ |
Sayedrahmanzeerak@gmail.com |
د اداره او تجارت څانګې امر
ګڼه |
نوم او تخلص |
د پلار نوم |
علمي درجه |
علمي رتبه |
تخصصي رشته |
دیپارتمنټ |
دنده |
عمر |
تیلفون شمېره |
ایمیل |
۱ |
حفیظ الله مین امین |
خیال مین |
ماسټر |
پوهنمل |
MBA |
منجمنټ و اداره تشبثات |
د څانګې آمر |
35 |
۰۷۷۵۵۷۴۵۷۳ |
hafizullahmeenamin@szu.edu.af |
د امر پیغام
د ادارې او تجارت ديپارتمنت د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځی له دریو دیپارتمنتونو څخه یو دیپارتمنت دی، چې د اقتصاد پوهنځي اړوند د ادارې او تجارت دیپارتمنت تدریسي او اداري چارې تنظیموي. بناءً هڅه کوو چې د ادارې او تجارت دیپارتمنت اړوند مضامین په نوو معلوماتو باندې تکمیل او ګرانو محصلانو ته یې په خپل وخت او زمان سره په واک کې ورکړو او همدارنګه د تدریس چارې یې هم مخ پر وړاندې یوسو.
د دې ترڅنګ کوشش کیږي چې د پوهنځی د محترمو استادانو او محصلانو لپاره یو ارام او منظم اداري چاپيریال برابر کړو؛ ترڅو محترم استادان او محصلان له موجوده فرصتونو او امکاناتو څخه سالمه ګټه او استفاده وکړي. ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید زمونږ سره ټول درانه استادان او محصلان له خپله اړخه همکار، په خپل وخت سره د معلوماتو تبادله او د نیمګړتیاو څخه په موقع سره اګاهي راکړي تر څو په ګډه سره د پوهنتون، پوهنځی او د ادارې او تجارت دیپارتمنت موقف د معتبره پوهنتونونو په کتار کې راولو چې پدې سره به مو خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړي وي .
سربیره پردې د ادارې او تجارت دیپارتمنت د خپلو درانو استادانو، محصلانو او د تدریسي مدیرانو سره په هره میاشت کې یو ځل غونډه تنظیموي ترڅو د استادانو، محصلانو او تدریسي مدیرانو وړاندیزونه، نظریات او ستونزې واوریدل شي او په اړه یې لازم تدابیر په پام کې ونیول شي.
د ادارې او تجارت ديپارتمنت ژمن دی چې د تضمین کیفیت اړوند ټول هغه معیارونه او طرزالعمل چې اړوند دیپارتمنت ته په واک کې ورکړل شویدي په کامله توګه تنظیم او تطبیق کاندي او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت اړوند قوانین، لوایح او طرزالعملونو په تطبیق کې په پوره اخلاص او صداقت سره دنده ترسره کړي.
د یو اباد او سرلوړي افغانستان په هیله
پوهنمل حفیظ الله مین امین
د اداره او تجارت څانګې امر