د اقتصاد پوهنځی څانګې

 

د مالي او بانکي څانګې تاریخچه

 

لکه څرنګه چې پورته هم یادونه وشوه چې د اداره او تجارت څانګې وروسته مالي او بانکي څانګه ایجاد شوه او د اقتصاد پوهنځي له فعالو څانګو څخه یوه څانګه ده ، د مالي او بانکي څانګې په ۱۳۹۲ هـ ل کال کې تآ سیس شوه، چې په هغه وخت کې پې څلور استادان درلودل چې یو ماسټر یو ليسانس او دوه نور يي په جرمني کې په ماسټري باندې بوخت وو.

مالي او بانکي څانګه ۱۴۰۱ کال کې د سختو ستونزو سره مخ وه، چې د استادانو کمښت یې تر ټولو ستره ستونزه وه، چې یوازې دوه استادان یې درلودل وروسته د څانګې په هڅو او د پوهنتون رهبرۍ په مرسته خالي بستونه بېرته ډک شول  مالي او بانکي څانګه په ۱۴۰۲ کال دری استادان لرل، چې دوه يي ماسټران او یوتن يي لیسانس ؤ او یو تن لیسانس استاد چې دا مهال په روسیه هېواد کې ماسټري باندي بوخت دی او همدارنګه د علمي رتبو په اساس دوه تنه استادان پوهنمل او یو تن يي نامزاد پوهنیار دي چې په مالي او بانکي څانګه کې خپلي دندې پر مخ وړي.

اوس مهال په ۱۴۰۳ کال کې مالي او بانکي څآنګه ۶ استادان لري، چې یو استاد یې روسیې هېواد کې ماستري درسونه په مخ وړي، یو تن استاد محمد اقبال سکندر کابل پوهنتون ماسترۍ ته معرفي شوی، او نور ۴ تنه استادان، چې ۲ یې پوهنمل او دوه یې نوماند پوهنیار دي دي فعلا په تدریس بوخت دي.

 

لرليد (Vision)

مالي او بانکي څانګه هڅه کوي چې مالي او بانکي چارو اړوند مستعد ، مخکښ او په معیار برابر کادرونه وروزي،. همدا شان موږ زیار باسو چې د ټولنې وکړو د ژوند د سطحې لوړولو په برخه کې پراخه ونډه واخلو .

مأموريت (Mission)

د مالي او بانکي چارو څانګه ژمنه کوي چې د پوهنتون او پوهنځي لخوا ورسپارل شوی مسؤلیتونه په خورا صداقت ، ایمانداری، دقیقه او معیاري توګه ترسره کوي ، همداشان مالي او بانکي چارو څانګه ژمنه کوي چې د هېواد په کچه د مالي منابعو مدیریت ، او عادلانه وېش لپاره په اغیز منه توګه کار کوي.

 

ارزښتونه (Values)

 

  • اسلامي ، ملي او ټولنیزو ارزښتونو ته درناوی
  • د محصلینو رضایت جلبول
  • د نوښتګرو خدماتو وړاندې کول
  • د ټولني غوښتنو او اړتیاوو سره ځان عیارول
  • په مالي چارو کې کیفیت او اغیزمنتوب
  • په چارو کې دوه اړخیزه همکاري، دقت او شفافت
  • سپېڅلتیا اخلاق او متقابل درناوی
  • د پرمختګ د هڅو جاري ساتل
  • ازادي او اعتبار
  • خلاقیت او توافق

 

د کالونو په تفکیک محصلانو احصائیه

 

کالونه

1397

1398

1399

1400

1401

1402

1403

جذب شوي محصلان

72

73

69

47

65

60

62

فارغ شوي محصلان

55

31

0

67

58

57

59

 

 

                                                      

 

                                                                                       د استادانو شهرت

 

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

علمي درجه

علمي رتبه

تخصصي رشته

دیپارتمنټ

دنده

عمر

تیلفون شمېره

ایمیل

۱

رحمت الله منګل

بهرام خان

ماسټر

پوهنمل

اسلامي بانکوالي

مالي او بانکي

د څانګې آمر

۳۸

۰۷۷۷۷۷۷۹۳۲

Rahmatmangal.szu@edu.af

۲

ګل ولي محمد زی

محمد علي

ماسټر

پوهنمل

مالي او بانکي

مالي او بانکي

استاد

۳۹

۰۷۶۵۸۵۵۳۳۶

Gulwali.szu@gmail.com

۳

محمد عثمان شریفي

محمد شریف خان

لیسانس

 

نوماند پوهنیار

مالي او بانکي

مالي او بانکي

استاد

۲۹

۰۷۷۴۶۲۰۴۵۷

Osman.szu@gmail.com

۴

اقبال سکندر

محمد رفیق

لیسانس

نوماند پوهنیار

مالي او بانکي

مالي او بانکي

استاد

۲۸

۰۷۷۵۰۸۹۳۴۲

sekandar.szu@gmail.com

 

فضل محمد احمدي'

ګلام خان

لیسانس

نوماند پوهنیار

مالي او بانکي

مالي او بانکي

استاد

۲۵

۰۷۷۰۴۶۳۲۹۲

Ahmadi.szu@gmail.com

۵

رمضان

دین محمد

لیسانس

نوماند پوهنیار

مالي او بانکي

مالي او بانکي

استاد

۲۶

۰۷۷۴۹۷۳۰۹۱

Ramazan.szu@gmail.com

 

اداره او تجارت څانکه

ګڼه

نوم او تخلص

د پلار نوم

علمي درجه

علمي رتبه

تخصصي رشته

دیپارتمنټ

دنده

عمر

تیلفون شمېره

ایمیل

۱

رحمت الله منګل

بهرام خان

ماسټر

پوهنمل

اسلامي بانکوالي

مالي او بانکي

د څانګې آمر

۳۸

۰۷۷۷۷۷۷۹۳۲

Rahmatmangal.szu@edu.af

 

آمر پیغام

د تمدنونو د ایجاد او بقا لپاره اقتصاد ځانګړی ارزښت لري. د پخوانیو تمدنونو زوال او له منځه تلو یو لامل د هغوي اقتصادي خرابوالی ګڼل کیږي پخوواني تمدنونه په هغه ځای کې رامنځته شوي دي چې ښیرازه کروندي يي درلودي . په اوسني وخت کې د نفوسو زیاته ګڼه کوڼه هم په هغو ځایونو کې ترسترګو کیږي چې پراخ ښیرازه کروندي لري او کرنه يي د وخت غوښتني سره سم پرمختګ او هوسا ژوند لپاره ګامونه اخلي. په اوسني عصر کې نړیوال په دي هڅه کې دي چې زیاتیدونکي نفوس لپاره خوراک ، پوښاک او داسي نورې اړتیاوي په کور دننه پوره او حل کړي او د وکړو مهاجرت، د بیوزلۍ ، فقر او لوږي ته د پاي ټکی کیږدي دا کارونه بي غیر د پوهي او ټکنالوژي څخه ناشوني ګڼل کیږي په کرنه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده چې د ننۍ نړۍ يي په اقتصادی توکو بسیا کړي ده . که څه هم په نړۍ کې په ځینو ځایونو کې لوږه او فقر خپل ناولی سیوری په ځینو ټولنو باندی غوړولی، خو بیا هم که دي نړۍ موجوده اقتصادي توکې د نړۍ په نفوسو په مساویانه ډول ووېشل شي د هغوي اړتیاوو څخه زیاتیدلی شي.

د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د اقتصادي پوهنتونونو، کرنیزي اداري زراعتي څیړنیز مراکز او داسي نور اړوند موسسات ددې لپاره کار کوي چې نړۍ لپاره د خوراک ، پوښاک ، څښاک او داسي نور توکي د وخت غوښتنو سرسم تولید او هوسا بسیا ژوند لپاره د خلکو په اختیار کې ورکړل شي. افغانستان هم نوموړی موخو او هدافو ته د رسیدلو لپاره په بیلابیلو ولایتونو کې د اقتصاد مراکز او اقتصادي پوهنځی ایجاد کړي دي ترڅو ټولني ته هغه کادرونه وړاندي کړي چې نوموړو موخوته په اساني سره رسیدلي شي . د زیاتیدونکي نفوس لپاره خوراکي توکي او نور په اقتصاد پوري اړوند شیان د اقتصادي پوهي او ټکنالوژي څخه پرته امکان نه لري ، نو ددي لپاره زموږ هېواد ورو ورو ګامونه اخلي ترڅو و کولای شي چې اقتصاد پوري اړوند ټولي اړتیاوي په داخل د هېواد کې حل کړي او کرنیز توکي نورو هېوادونو ته هم صادرکړي.

د پرمختللی او خود کفاء افغانستان په هیله

پوهنمل رحمت الله منګل

د مالي او بانکي څانګې آمر

اداره او تجارت څانګه

 

ملي اقتصاد څانګه

 

کورپاڼه