د طب پوهنځي څخه ۹۸ ډاکټرانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۸:۵۲
ډاکټر صاحبانو غونډه

هغه راټولیدنه چې په همدې موخه نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې ۲۵مه نيټه، د شیخ زاید پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې را بلل شوې وه، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي، د طب پوهنځي رهبري او استادانو، د فارغانو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر مېلمنو پکې ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي پرانستونکې خبرې وکړې، نوموړي فارغېدونکو محصلانو، د هغوی والدینو او د طب پوهنځي استادانو ته د يادې بریا او لاسته راوړنې مبارکۍ ترڅنګ فارغېدونکو ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل؛ چې تاسو ته له دې وروسته په ټولنه کې ستر مسؤلیت در سپارل کیږي، خپل دا مسؤلیت کسب نه؛ بلکې عبادت وګڼئ او هیله یې وکړه چې خپلې زده کړې په همدې ځای پای ته و نه رسوي، بلکې لا پراختیا ورکړي او په خپل مسلک کې ځانونه ورسوي.

شیخ زاید

د طب پوهنځي رئیس پوهنیار ډاکټر عبدالله قادري هم راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ، د طب پوهنځي په اړه لنډ ګزاش وړاندې کړ او له فارغېدونکو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل چې خپلې راتلونکې تخصصي زده کړې په نړۍ واله کچه تر سره کړي، ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو هېوادوالو اړتیاوو ته ځواب وویلی شئ.

شیخ زاید

 د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر جهان شاه ټولو فارغانو محصلانو او د دوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، په خپلو خبرو کې وويل چې تاسو باید په هر صورت کې خپل طبي اخلاق، همدارنګه د ټولنې اقتصادي حالت په پام کې ونیسئ.

جهان شاه

د محصلانو په نماینده ګۍ هر یو ډاکټر بیت الله زاهد او ډاکټر شېر اواز خان پکتین خبرې وکړې، دوی د خپلو استادانو او والدینو مننه او ستاینه وکړه، چې دوی یې په ډېرو تکلیفونو او مشکلاتو کې تر دې ځایه را رسولي دي.

شیراواز خان

فراغت غونډه د تصديق پاڼو په وېش او د دعاء په ویلو سره سره پای ته ورسیده.

szu2

123

عبدالله

۱۲

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په مشرۍ پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو سره ناستې تر سره کړې.

په يادو ناستو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۵
Background image

د لوړ وزده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه ارزونه پيل شوه.

د لوړ زده کړو وزارت د تضمين کيفیت او اعتبار ورکولو نهه کسيز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه د ارزونې د پیل ناسته د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره تر سره. . .

BACK TO NEWS