د سرسبزۍ کمیټې لخوا د ریاست مقام دفتر کې غونډه وشوه

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۵:۴۰
SZU

 

نن ورځ ۱۴۰۱هـ.ش کال د حمل میاشتې ۱۳مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رمضان میاشتې ۱۱مې نیټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون د سرسبزۍ کمیټې لخوا غونډه وشوه، غونډه د قرآن کریم  څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د یادې کمیټې مشر نجیب الله تڼیوال د غونډې اجنډا په اړه معلومات وړاندې او د پوهنتون پارکونو جوړولو ډیزاین او  براورد یې غونډې ته وړاندې

کړ، چې په نږدي راتلونکي کې به یې کارونه پیل شي.
په غونډه کې د خرما باغ لپاره د ځای، د خرما په تکثیر او ترویج بحث ترسره شو، چې کارونه به یې په راتلونکي کې پیل شي.

szu2

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سفر پای ته ورسېد.

د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو او انجینري شبکې څانگو ۱۸ تنو محصلانو د استاد عبدالرقیب همت تر لارښوونې لاندې شیخ زاید پوهنتون ته خپل درې ورځنی سفر پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۱
Background image

مالي او اداري چارو معاونیت له لوري مخکښ اداري کارمندان وستایل شول.

د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د بېلا بېلو شعباتو هغه کارکوونکي چې خپلې چارې یې په ښه ډول ترسره کړې وې په ستاینلیکونو باندې ونازول شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۱۲
Background image

د انجینري پوهنځي محصلانو پکتیا پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو ۲۶ تنو محصلانو د پوهندوی نقیب احمد نعیمي تر لارښوونې لاندې علمي سفر پکتیا پوهنتون ته ترسره او د پکتیا پوهنتون په لابراتوار کې یې د. . .

BACK TO NEWS