شیخ زاید پوهنتون کې درې ورځینی دیني او علمي سیمينار پیل شو.
نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ. ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان ۱۳مې نیټې سره سمون لري، شیخ زايد پوهنتون کې درې ورځینی دیني او علمي سیمينار چې د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون او خصوصي پوهنتونو ۳۵۰ استادانو پکې ګډون لري پیل شو.
د ياد سیمينار په پرانیست غونډه کې د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي، د خوست مرستيال والي مولوي محمدانور دين پرور، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منيب او ورسره راغلي پلاوي، د شیخ زاید پوهنتون او خوست ولایت خصوصي پوهنتونونو استادانو، علماء کرامو او مېلمانو برخه لرله.
سیمينار د شیخ القرآن قاري عبدالحق فاروقي لخوا د قرآن عظیم الشان څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي د ښه راغلاست وينا وکړه، نوموړي وویل چې د خوشحالۍ ځای دی، چې نن په دې لوی دیني او علمي سیمینار کې سره یو ځای یو او ټول په شریکه د خپل وطن د کاميابۍ او بهبود په فکر کې يو.
ښاغلي نيازي زياته کړه، هغه استادان چې خارج ته تللي دي باید خپل هیواد ته راشي او خپل وطن ته دې ستاسو تر څنګ خدمت وکړي، ځکه د دوی عزت په همدې خاوره پورې تړلی دی. نوموړي د ملي کنفرانس یادونه هم وکړه، چې د ټول افغانستان په کچه به وي او شیخ زايد پوهنتون به یې کوربه وي.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ صاحب شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د سیمنار ګډونوالو ته وویل، چې د دې سیمنار هدف همدا دی چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن چې تېرو شلو کلونو په جريان کې غربیانو را پیدا کړی دی، له منځه لاړ شي او د مدرسې او پوهنتون محصل تر منځ د اعتماد فضاء را منځته شي. دا وطن او نظام زمونږ او ستاسې ګډ کور دی باید په شریکه یې د خدمت لپاره بډې را ونغاړو.
د خوست ولایت د والي مرستيال مولوي محمد انور دين پرور په خپلو خبرو کې د دا ډول سیمينارونو دايرول ډېر ګټور ياد کړل، چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د را پیدا شوي واټن په را کمولو کې ګټور ثابتېدای شي. نوموړي د استاد مقام ډېر لوړ وباله او زياته یې کړه چې، استاد د معنوي پلار حیثيت لري، ځکه چې د وطن بچيان په معنوي پوهه باندې سمبالوي او استاد هم مکلف دی چې ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره ترسره کړي.
د خوست ولایت امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت د سیمنار ګډونوالو ته په خپله وینا کې دا ډول سیمينارونه ګټور وبلل، نوموړي وويل چې د اس ـ ام په راتلو سره هغه سیمې چې شل کاله نا امنې وې اوس الحمدلله تر نورو سیمو ډېرې په امن کې دي.
ښاغلي قانت وویل چې افغانان د جـ.هاد له برکته نن په ټوله نړۍ کې د عزت او قدر څخه برخمن دي، چې دا عزت مونږ او تاسو ته هغو زلمو راکړی دی چې خپلې سینې یې په باروتو سوزولي او پارچه پارچه کړي دي، په مونږ او تاسو لازمه ده د هغو ځوانانو ارواحو ته دعاء وکړو او قدرداني یې وکړو.
د يادولو وړ ده چې نن ورځ شیخ الحدیث نظر خان متقي او شیخ القرآن عبدالبصیر قاسمي لخوا موضوعات وړاندې شول او یاد سیمینار به درې ورځې دوام ولري، چې ابتدایي برخه یې نن ورځ د پورته ویناوالو په ویناوو سره پای ته ورسيده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت