شیخ زاید پوهنتون کې له هغو کاندیدانو څخه کادري  آزموینه واخیستل شوه چې په انګلیسي آزموینه کې يې د کامیابۍ نمرې تر لاسه کړې وې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۵:۲۶
ssss

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۱۰مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشتې له ۸مې نیټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون کې د انجینري پوهنځي برق څانګې او طب پوهنځي اناتومي او هستولوژي څانګو هغه نوماندانو څخه چې د کادري آزموینې انګلیسي برخه کې یې د بریالیتوب نمبرې ترلاسه کړې وې، د علمي چارو معاونیت دفتر کې مسلکي کادري آزموینه واخیستل شوه.
یاده آزموینه د قرآن کریم څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهندوی سید کمال شاه بنوري لخوا پیل شوه.
د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکو خبرو کې کاندیدانو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې ستاسو د بریالیتوب په هیله یو! په دې امید چې د هېوادوالو بچیانو ته د علم په ډګر کې نه ستړي کیدونکې خدمات وړاندې کړئ، ترڅو هېواد مو د علم په ډګر کې له نورو سره په هره برخه کې سیالي وکړی شي.
د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي د یادې کادرې آزموینې په طرزالعمل لنډې خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ چې آزموینه به د لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ مطابق اخیستل کیږي.

karee Exam
ښاغلي رحیمي په آزموینه کې د پوره شفافیت ډاډ څرګند کړ چې له تعصب، نژادي توپیر او فساد پرته به آزموینه اخیستل کیږي ترڅو حق، حقدار ته ورسیږي. 
شیخ زاید پوهنتون رهبري تل هڅه  کوي چې تقوا لرونکي، تجربه کار، په کار پوهه او مسلکي کسان په دندو وګماري ترڅو په سم ډول ټولنې ته خدمت ترسره کړي.
د نشراتو، اطلاعاتو اوعامه اړیکو آمریت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS