د شیخ زاید پوهنتون په بېلا بېلو پوهنځیو کې نویو ګمارل شویو استادانو ته درې ورځینی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۳:۱
SSSS

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۹مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشې ۷مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د مسلکي پراختیا (P.D.C) دفتر کې د تدریس مېتود، اصول، چاپېریال او مدیریت په اړه درې وځینی ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو.
په سر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکې خبرې وکړې او نویو ګمارل شویو استادانو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې خوښ یو تاسو هم د شیخ زاید پوهنتون علمي کاروان سره یو ځای شوئ، لاس په دعا یو چې په سم ډول د هېواد ځوریدلو بچیانو ته د زړه له کومې په پوره صداقت، ایماندارۍ او وطني مینې سره دا سپیڅلي دنده ترسره کړئ.

استادان
ښاغلي نیازي ټینګار وکړ چې د امـ.ارت لخوا درسپارل شوی مسؤلیت باید په سم ډول په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړئ او د علم په حاصلولو او انتقالولو کې شرم په کار نه دی، کمال ته هغه څوک رسیږي، چې په دې لاره کې تکلیفونو، زخمتونو او کړاوونو ته په پوره زغم او حوصلې سره اوږه ورکړي او ځان هدف ته ورسوي.
د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي وویل څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې په تېرو دورو کې ډېرې نارواوې ترسره کیدې؛ خو الحمدلله! د ام- اس په راتللو سره دا بدبختۍ پای ته ورسیدې، د آزادۍ لوی نعمت مو د قربانیو په نتیجه کې الله تعالی په برخه کړ، خو دا چې اوس د غربیانو لخوا فکري جګړه روانه ده، نو په کار ده چې په  فکري جګړه کې هم بریالیتوب ترلاسه کړو، چې دا ستاسو مسؤلیت جوړیږي چې د محصلانو او ټولنې په فکري رغونه کې پوره هلې ځلې ترسره کړئ.
یاد ورکشاپ د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنمل محمد انور انور او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا پرمخ وړل کیږي، چې تر درېیو ورځو به دوام ولري.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

د اسلام ي تمدن ته لنډه کتنه تر عنوان لاندې سمينار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې استادانو، محصلانو او کارکووکو ته د اسلامي تمدن تاريخ تر نوم لاندې سيمينار او بيان وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۱:۱۸
Background image

د طب پوهنځي لابراتوارونو د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په لگښت پیل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي لابراتوارنو د ترمیم چارې د یو میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې چې موخه یې د محصلانو عملي زده‌کړو لپاره د مناسب، معیاري او اغېزمن چاپېریال برابرول دي.

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

BACK TO NEWS