محصلانو چارو امریت
تاریخچه:
د محصلانو چارو آمریت د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو معاونیت په ادري تشکیل کې په ۱۳۹۰هـ ش کال کې ایجاد شوی دی. نوموړی آمریت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون له خوا د آزادو سیالیو د طررزالعمل په رڼا کې اعلان ته وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې ښاغلی نورمحمدثافب د ۱۳۹۰ کال د خوت میاشتې په ۱۶ نیټه د محصلانو چارو آمر په توګه وټاکل شو او تر دې دمه یې خپلې دندې ده ادامه وکړي ده. دغه امریت په ټوله کې د محصلانو خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره د محصلانو ورځيني خدمتونو څخه سوپرویزژن، په چارو کې همغږي او د چارو متحد کولو په مقصد ایجاد شوی دی. د محصلانو چارو آمریت د په اداري چوکاټ کې درې لوی عمومي مدیریتونه تشکیل شوي دي، لکه: د ثبت او رجسټر لوی مدیریت، د فارغانو چارو لوی مدیریت او د تحصیلي اسنادو(دیپلوم او ترانسکریپت) لوی مدیریت دي.
لرلید:
محصلانو چارو امریت محصلانو ته د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا جوړشوي HEMIS سیستم، نورو الکترونکي دیتابسونو، نویو تګلارو او پالیسیو په عملي کولو کې د محصلانو چارو معاونیت سره ګډ کار کولو ته ادامه ورکړي ده. همدارنګه هڅه کوي، چې برحال او فارغ التحصیل محصلانو ته قناعت لرونکي خدمتونه وړاندې کړي.
ماموریت:
د شیخ زاید پوهنتون محصلانو ته دمعیاري خدمتونو وړاندې کولو په غرض د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د لایحو او مقرراتو اړوند د محصلانو چارو کنترول، نظارت او لاس لاندې مدیریتونو ته د ښه کاري چاپيریال برابرول او لارښوونه کول دي.
اهداف:
- د نوي محصلانو شمولیت، د محصلانو منفکۍ، تاجیل او تبدیلۍ په پروسو کې د عدالت او شفافیت تامینول
- نوي شامل شویو محصلانو اړونده پوهنځیو ته د تدریس په موخه معرفي کول.
- د محصلانو د علمي او مسلکي مهارتونو زیاتولو په موخه د ممتازو محصلانو په تحصیلي پروګرامونو کې خارج ته معرفي کول.
- د محصلانو لپاره د غوره فرهنګي او اجتماعي خدمتونو وړاندې کول.
- محصلانو ته په ټاکلي وخت او معیار د هویت کارتونو ترتیب او توزیع
- فارغانو ته د باکیفیته خدمتونه وړاندې کول
- د دیپلومونو ویش او د فارغانو د ترانسکرپت ترتیب
- په آزموینو کې د شفافیت او عدالت د تامین د ډاډ حاصلول .
- د محصلانو د آزموینو نه وروسته د نتایجو د جمعه کول، ترتیبول او ښه ساتنه کول
- د محصلانو شکایتونو څېړل، د ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه اړین اقدامات ترسره کول.
تشکیل