د طب پوهنځی لرلید او رسالت

لرلید

پوهنځی په اسلامي او ملي روحيه د یو داسې لوړ او با کیفیته  سیستم سره په تدريس، تحقيق، کلينيکي مراقبت، او رهبريت چی د افغانستان د پرمختگ  او ټولگټو ضامن،   اسلامي او ملی ارزښتونو ته ژمن،   په پرمختللي علمي روغتيا يي پوهه سمبال  ، د یوې ښې رهبرۍ او مدیریت خاوند وی او په  نړیواله ټولنه کې  لوړ اعتبار ولري.

ماموريت

د شیخ زاید پوهنتون طب ماموریت دادی، چې د ټولنې توقعاتو اړتیاوو مطابق د روغتیايي سیستم مرااقبت تغیراتو او ننګونو ته ځواب ویوونکي فارغان وړاندې کړي او تر څنګ يې د صحي وضعیت د بهبود او پرمختګ ضامن واوسي.

  1. عالي ساينسي علمي زده کړې ورکول چې  ارزښتمنې څيړنې پرې سر ته  ورسوي
  2. د پوهنتون په روغتون او کلينيکونو کې د روغتيايي مراقبت  غيښتلتيا کې برخه واخلي
  3. د ټولنې په مخحتلفو اقشارو کې مؤثر روغتيايي خدمات  د تهيه کولو صلاحيت ولري.
  4. ټولنی ته د داسې فارغانو وړاندې کول چې په روغتيايي نړۍ کې د سیالۍ وړتیا ولري اود يوې سالمې ټولنې په مرسته به د هيواد په اقتصادي وده، ټولنيز  پر مختگ ، ملي وحدت او ثبات کی ونډه واخلي.

ارزښتونه (Values​):

  • با کيفيته  لوړې طبي زده کړې
  • اخلاق او کرامت
  • سالمه ټولنه، سالمه رهبري، اغېزمنتوب، ګټورتوب
  • د ملی يووالى ټينګښت
  • انډولتیا
  • د پوهنځي اکاډميکه ازادي
  • حساب ورکونه

کورپاڼه