بریښنا انجینري څانګه (Electrical Engineering Department)

د بریښنا انجینري څانګې د آمر پیغام

انسانان د ژوند له پیل تر اوسه پورې د ژوند په ټولو برخو کې د پرمختګ غوښتونکي وو او له هر ډول هڅې څخه يي مخ نه دي اړولی تر څو وکولای شي هر هغه څه چې په طبیعت کې موجود دي د خپل ځان په ګټه وکاروي.

په همدې خاطر د پوهانو او عالمانو زیاتې هڅې د برښنايي انرژۍ د رامنځ ته کیدو لامل شوي او د برښنايي انرژي د مډرن کېدو لپاره هم په زیاته پیمانه څیړنې شوي. خلاصه دا چې برښنايي انرژي د انسانانو ژوند ته یو ځانګړی رنګ ورکړی. کولاي شو ووایو چې اوس مهال د برښنايي انرژۍ له شتون پرته د انسانانو ژوند ممکن له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي. برښنايي انرژي د سپکو او درنو صنایعو د ودې یواځینی لامل دی، چې د نړۍ په زیاتو برخو کې په یاده انرژي باندې پانګونه ورځ په ورځ زیاتیدونکې ده.

د برښنا انجنیري څانګه د تخصصي پوهې، تحقیق او خلاقیت د ترلاسه کولو لپاره د ټول هیواد په کچه یوه علمي او روزه نیزه هسته ده. یادې څانګې ته محصلین د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې په نتیجه کې ور پیژندل کیږي او جذبیږي. چې د مجربو استادانو په وسیله تربیه کیږي. د ديپارتمنت درسي نصاب همیشه او د کار بازار ته په اړتیا سره تغیریږي او ټولې معاصرې او علمي لاسته راوړنې پکې ځاي پر ځاي کیږي.

په درسې نصاب کې د نظري زده کړو سربیره عملي او ساحوی کارونه هم په نظر کې نیول شوي دي چې همیش تطبیقیږي. د لابراتوارونو د تکمیل او جوړولو لپاره تل د پوهنتون په همکارۍ د موجوده امکاناتو څخه په ګټه اخیستلو سره عملي اقدام شوی او کیږي.

په دې څانګه کې محصلین د تحصیلي دوري په لړ کې مختلف رشتوي مضمونونه زده کوي. د دې څانګې فارغان د بریښنا انرژي د تولید، لیږدوني او توزیع د مدیریت په برخه کې، د لینونو او د بریښنا د توزیع شبکو د ډیزاین او تولیدي پروسو د اتوماتیزه کولو په برخو کې، په مستقل ډول د اختصاصي دندو د ترسره کولو وړتیا لري او کولای شي په یادو برخو کې څیړنیز کارونه هم ترسره کړي. یاده څانګه تل هڅه کوي چې خپلو امکاناتو ته په کتو له عصري تکنالوژي څخه په استفادې خپل محصلین په نظري او عملي ډول په مسلکي توګه وروزي تر څو په ټولنه کې د مختلفو مسلکي دندو د ترسره کولو لپاره وګمارل شي.

 د برښنا انجنیري څانګې لنډه پیژندنه

د برښنا انجنیری څانګه د انجنیري پوهنځي په چوکات کې په کال ۱۳۹۸کې د یوه تن استاد او ۸۰ محصیلینو په جذب سره خپل تدریسی او روزنیز فعالیت پیل کړو. یاد دیپارتمنت سږ کال لومړی دوره فارغین ټولنې ته وړاندې کړل. د برښنا څانګه فعلاً څلور تنه رسمي استادان لري چې د نورو استادانو د جذب لپاره هڅې روانې دي.

د یادې څانګې استادان د هیوادوالو زامنو ته د خدمت په ډګر کې له هر ډول هڅې او کوښښ څخه مخ نه اړوي او په ډیره مینه او اخلاص سره د پوهنځي له نورو ديپارتمنتو سره په همکارۍ خپل تدریسي او روزنیز پروګرامونه مخ ته وړي. یاد ديپارتمنت تر اوسه پورې مجهز او پوره امکانات او وسایل لکه: تدریسی اطاقونه، د آمریت دفتر، د استادانو د غونډو اطاق، کمپیوټر لیب، کتابخانه او داسي نور. د برښنا څانګه تل هڅه کوي چې د پوهنځي او پوهنتون سره په همکارۍ او د شته امکاناتو او فرصتونو څخه په استفادې یاده ستونزه حل کړي تر څو شته امکانات د استادانو او محصلینو په اختیار کې ورکړي.

 

 

 د بریښنا انجنیري څانګې لید لوری Vision of Electrical Engineering

د هېواد په کچه د برېښنا انجنیري په برخه کې د کادرونو د روزنې لپاره د یوه مسلکي دیپارتمنت را منځ ته کول چې فارغان يي ملي او اسلامي ګټو ته، د معاصر او د کار بازار د غوښتنو سره سم پوهې په تر لاسه کولو سره وکولای شي په ملي او نړیواله کچه د خدمت مصدر شي.

 د انجنیري پوهنځی برق ډیپارټمنټ باید د یو داسې لوړ او با کیفیته  سیستم څخه برخه من وي، چی د افغانستان د پرمختګ، بیارغونې او ټولگټو ضامن، ملی او اسلامي ارزښتونو ته ژمن، په پرمختللي علمي پوهه سمبال، مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او د سیمې په کچه او هم په  نړیواله ټولنه کې  لوړ اعتبارو لري.

 د برښنا انجنیري څانګې رسالت Mission of Electrical Engineering

  • اسلامي  قوانینو ته په احترام او د هېواد د نافذه قوانینو، مقرراتو، لوایحو او طرزالعملونو په رڼا کې د سالم اکاډمیک چاپیریال رامنځ ته کول
  • د برښنا انجنیري په برخه کې د لوړ کیفیت زده کړو وړاندې کول
  • د ملي او نړیوالو غوښتنو سره سم د لیسانس په کچه په لوړ کیفیت سره د بریښنا رسولو د څانګې د متخصصینو روزل
  • د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم په پر له پسې ډول د درسي میتودونو، مفرداتو او درسي موادو معاصر او نوي کول
  • د مسلکي رهبري او همېشنۍ زده کړې د ترلاسه کولو لپاره محصلان روزل
  • د لوړ کیفیت نظري، تجربې، روزنیزو او تولیدي پراکتیکونو وړاندې کول او همدارنګه په تحقیق، کارزده کولو، نړیوالو مطالعاتو او د کار رامنځته کولو په برخو کې د مشارکت د فرصتونو برابرول.

 

  د بریښنا انجنیري څانګې بنسټيزې موخي Goals of Electrical Engineering

  • د پوهې لاس ته راوړل. 
  •  د ملي پروګرامونو پربنياد په ټولنه کې د هغې خپرول.
  •  مسلکي ښوونه اوروزنه ( مسلکي پوهـه)  او نظري او عملي زده کړې
  •  عنعنوي زده کړې ( نه غيابي )
  • د ډیپارټمنټ عصري کول ترڅو د نوي نړۍ غوښتنو ته ځواب ویلو وړتیا ولري او په هغوې کي مثبت بدلون راوستل چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي.
  • ملي، اسلامي، انساني او مسلکي ارزښتونو ته د ژمنتیا په روحیی سره د لیسانس په کچه د صنعتي موسسو، ښارونو او کلیو ته د بریښنا رسولو په څانګه کې د متخصصینو روزل
  • د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍ وړتيا ولري.
  • د داسي متخصصینو روزل چې نه یواځي د بریښنا انرژي د تولید، انتقال او توزیع په برخو کې لازمې تخنیکي او مسلکي پوهه تر لاسه کړي بلکې د مسائلو د حل کولو او تحلیل په برخو کې لازم مهارتونه هم ترلاسه کړي تر څو وکولای شي د بريښنا انجنیري په مختلفو برخو کې ښه وځلیږي.
  • د ډيپارټمڼټ په چوکاټ کې د يوه داسې علمي  چاپيريال رامنځته کول چې په هغه کې به ازاد بحث، پوښتنې، وړاندیزونه او رغنده نېوکې د ښه کیفیت په موخه په کار واچول شي.
  • په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت يا څرنګوالي سمون چې ډاډمن شي تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.
  • د علمي کادر د غړو لپاره د ماسټرې او ډاکترې په کچه د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو را منځته کول
  • د ظرفیت د لوړولو لپاره د لنډ مهاله کورسونو ترتیب کول (دا کورسونه معمولاْ د وزارتونو د کارکوونکو، موسسو او اړوندو شرکتونو لپاره وي)
  • په ډیپارټمنټ کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول چې داسې  اړوندې او  هد فمندې څېړنې په کار واچول شي چي په ساختماني، پرمختیايي او د بیارغونې په برخه کې د هيواد په کچه د بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

 د برېښنا انجنیري کاریکولم

د برېښنا انجنیري په څانګه کې د څلورو کلونو په ترڅ کې لاندې نصاب تدریسېږي.

لومړی سمستر( لومړی کال لومړی سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE1MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

د اسلام اعتقادي نظام

EI-EPE -0111

پوهنتون شموله

2

 

۲

تلاوت او تجوید

EI-EPE -0111

پوهنتون شموله

1

 

۳

انګلیسي ۱

EI-EPE-0112

پوهنتون شموله

2

 

۴

ریاضي ۱

EI-EPE-0214

اساسي

4

 

۵

تاریخ معاصر افغانستان

EI-EPE- 0113

پوهنتون شموله

1

 

۶

کیمیا انجنیری

EI-EPE- 0115

اساسي

4

 

۷

رسم تخنیک

EI-EPE- 0116

اساسي

3

 

۸

فزیک ۱

EI-EPE- 0218

اساسي

3

 

۹

مبادی انجنیری

EI-EPE- 0117

اساسي

2

 

۱۰

ترسیمی هندسه

EI-EPE- 0110

اختیاري

1

 

دویم سمستر( لومړی کال دویم سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE2MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

د اسلام عبادتي نظام

SL-IC -0273

پوهنتون شموله

2

 

۲

نبوي سیرت

SL-IC -0274

پوهنتون شموله

2

 

۳

انګلیسي ۲

EI-EPE-0212

پوهنتون شموله

3

 

۴

ریاضي ۲

EI-EPE-0214

اساسي

4

 

۵

چاپیریال ساتنه

EI-EPE- 0219

پوهنتون شموله

2

 

۶

کمپیوټر

EI-EPE- 0221

پوهنتون شموله

3

 

۷

میخانیک تخنیکي (ستاتیک)

EI-EPE- 0222

اساسي

2

 

۸

فزیک ۲

EI-EPE- 0218

اساسي

3

 

۹

اساسات انرژي تجدید پزیر

EI-EPE- 0223

تخصصی

3

 

دریم سمستر(دویم کال لومړی سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE3MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

د اسلامي اخلاقي نظام

EI-EPE -0311

پوهنتون شموله

2

 

۲

د اسلامي ټولنیز نظام

EI-EPE -0311

پوهنتون شموله

2

 

۳

ریاضي ۳

EI-EPE-0314

اساسي

3

 

۴

لسان خارجی ۳

EI-EPE- 0312

پوهنتون شموله

2

 

۵

تحلیل سرکټ ۱

EI-EPE- 0325

تخصصی

4

 

۶

میخانیک تطبیقی

EI-EPE- 0324

اساسی

2

 

۷

فزیک ۳

EI-EPE- 0318

اساسي

3

 

۸

اساسات الکترو مقناطیس

EI-EPE- 0327

تخصصی

3

 

۹

هایدرولیک او هایدرولیکی ماشینونه

EI-EPE- 0321

اختیاري

2

 

څلورم سمستر(دویم کال دویم سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE4MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

فکري پوهنه

SL-IC -0477

پوهنتون شموله

2

 

۲

ادیان او مذاهب

SL-IC -0278

پوهنتون شموله

2

 

۳

ریاضي ۴

EI-EPE-0414

اساسي

3

 

۴

الکترونیک انالوګ

EI-EPE- 0429

تخصصی

3

 

۵

تحلیل سرکټ ۲

EI-EPE- 0425

تخصصی

3

 

۶

برقې اندازه ګیری

EI-EPE- 0430

تخصصی

3

 

۷

د انرژې تامین او الیکترونیکي دستګاوی ۱

EI-EPE- 0432

تخصصی

3

 

۸

برقي ماشینونه - ۱

EI-EPE- 0428

تخصصی

3

 

۹

برقي انجینري مواد

EL-EPE-0431

اختیاري

2

 

پنځم سمستر(دریم کال لومړی سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE5MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

د اسلامي سیاسی نظام

EI-EPE -0511

پوهنتون شموله

2

 

۲

د اسلامي اداري نظام

EI-EPE-0511

پوهنتون شموله

2

 

۳

برقی ماشینونه- ۲

EI-EPE-0528

تخصصی

5

 

۴

دیجیتال الکترونیک

EI-EPE- 0534

تخصصی

3

 

۵

برقی آپارات

EI-EPE- 0535

تخصصی

3

 

۶

سیستم او شبکه برقی-۱

EI-EPE- 0533

تخصصی

3

 

۷

د انرژې تامین او انرژیتیکی دستګاوی ۲

EI-EPE- 0537

تخصصی

3

 

۸

د لوړ ولتاژ تګنالوژي

EI-EPE- 0536

اختیاری

2

 

شپږم سمستر(دریم کال دویم سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE6MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

د اسلام اقتصادي نظام

EI-EPE -0611

پوهنتون شموله

2

 

۲

سیستم او شبکه ۲

EI-EPE-0633

تخصصی

3

 

۳

پاور الکترونیک

EI-EPE-0638

تخصصی

3

 

۴

دفاغي ریلې ۱

EI-EPE- 0639

تخصصی

3

 

۵

اقتصاد انجنیري

EI-EPE- 0641

تخصصی

3

 

۶

ستیشن او سب ستیشن۱

EI-EPE- 0640

تخصصی

3

 

۷

برقي اتوماتیزه شوي محرکات ۱

EI-EPE- 0643

تخصصی

3

 

۸

کاري خوندیتوب

EI-EPE- 0644

اختیاري

1

 

۹

پرکتیک

EI-EPE- 0642

تخصصی

1

 

اووم سمستر(څلورم کال لومړی سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE7MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

اسلامي ثقافت

EI-EPE -0711

پوهنتون شموله

2

 

۲

په برقي سیستمونو کې د انتقال پروسې

EI-EPE-0745

تخصصی

3

 

۳

دفاغي ریلې ۲

EI-EPE-0739

تخصصی

3

 

۴

ستیشن او سب ستیشن۲

EI-EPE- 0740

تخصصی

3

 

۵

د صنعتي موسسو د برق تأمین ۱

EI-EPE- 0747

تخصصی

3

 

۶

برقي اتوماتیزه شوي محرکات ۲

EI-EPE- 0743

تخصصی

3

 

۷

انجنیري مدیریت

EI-EPE- 0746

تخصصی

1

 

۸

د برقي تجهیزات مونتاژ او ګټه اخیسته

EI-EPE- 0748

تخصصی

1

 

۹

د سیستم کنټرول

EI-EPE- 0749

تخصصی

3

 

آتم سمستر(څلورم کال دویم سمستر ) د سمستر کوډ SZUENEPE8MD

ګڼه

د مضمون نوم

د مضمون کوډ

د مضمون کټه ګوري

کرېډیټونه

کتنې

۱

اسلامي ثقافت

EI-EPE -0811

پوهنتون شموله

2

 

۲

د کمپیوټر په مرسته د مسئلو حل

EI-EPE-0850

تخصصی

3

 

۳

د روښنایي ډیزاین او تجهیزات

EI-EPE-0851

تخصصی

2

 

۴

د صنعتي موسسو د برق تأمین ۲

EI-EPE- 0847

تخصصی

5

 

۵

پرکتیک ۲

EI-EPE- 0842

تخصصی

2

 

۶

مونوګراف

EI-EPE- 0852

تخصصی

8

 

د یادونې وړ ده چې په برېښنا انجنیري په څانګه کې ټول (۱۶۶) کرېډیټونه تدریسیږي چې (۳۵) اساسي، (۱۰۲) تخصصي او (۲۹) پوهنتون شموله دي.

  د برښنا څانګې تشکیل:

د برښنا څانګه د آمر په شمول پنځه اکادمیک غړی لری چې د همدې پرسونل په مرسته یاده څانګه خپل روزنیز او اکاډمیک فعالیتونه مخ ته وړي چې د یادو اکاډمیکو غړو پېژندنه په مفصل ډول په لاندې جدول کې ذکر شوي دي.

 

شماره

نوم او تخلص

د پلار نوم

علمي درجه

علمي رتبه

تخصصی رشته

وظیفه

۱

سحرګل شیرزوی

صمد

لیسانس

نامزد پوهنیار

برښنا انجنیری

د څانګې آمر

۲

نصیح الله عرفان

ګل امین

لیسانس

نامزد پوهنیار

برښنا انجنیری

استاد

۳

فضل حامد حبیبی

عبدالحبیب

لیسانس

نامزد پوهنیار

برښنا انجنیری

استاد

۴

احمدالله راشید

حسین الله

لیسانس

نوماند پوهنیار

برق انجنیري

استاد

۵

مسلم حقاني

غلام رباني

لیسانس

نوماند پوهنیار

برق انجنیري

استاد