د شیخ زاید پوهنتون د دوو پوهنځیو فراغت غونډې ترسره شوې.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
hgkj8ijdfhy

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د زمري میاشتې لومړۍ، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۲۷مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول څانګې څخه ۷۷ او د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي له دوو څانګو څخه ۸۰ محصلان فارغ شول.

هغه غونډې چې نن ورځ په همدې موخه د شيخ زايد پوهنتون امام ابوحنیفه او امام ابویوسف رحمهما اللّٰه تعالیٰ عنهما غونډو تالارونو کې را بلل شوې وې، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقـ.ـاني، علمي، مالي او اداري چارو مرستيالانو، د دواړو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، د فارغو شویو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و.

غونډو ته ویناوالو په خپلو ویناوو کې د مبارکیو تر څنګ د انجنیري، حقوقو او سياسي علومو په اهمیت او اړتیا، د مسؤلیت پېژندنه، د علم ارزښت، د خپلو والدینو، استادانو او د نـ.ـظام مسؤلینو شکر اداء کول چې شپاړس کاله یې د زده کړو زمينه درته مساعده کړې وه، تر ماسټرا او دوکتورا تر کچې خپلو زده کړو ته دوام، څېړنو او مطالعې کولو په اړه ویناوې او توصیې وشوې.

د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث محمد نسيم حـ.ـقـاني په خپله وینا کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلانو ته وويل:((افغانستان په هره برخه کې زيات خدمت او کار ته اړتيا لري؛ تاسو هغه څوک یاست، چې دا تشه به پوره کوئ، چې تاسو ته به ضرور مسؤليت در سپارل کېږي، کوښښ وکړئ چې خپل مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ سره تر سره کړئ.))

غونډې فارغو شویو محصلانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۹
Background image

محصلانو ته د جـرمي صحنې په مورد تمثیل وړاندې شو.

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو محصلانو ته د قــتل جــرمي صحنې په اړه تمثیل وړاندې شو، چې پکې د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حــقـاني، مرستیالانو، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۰
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې لخوا دوه مياشتنی سيمينار پیل شو.

دغه سيمینار چې د شيخ زايد پوهنتون بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو لپاره د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري د پوهنتون ادارې سره په همغږۍ په لاره اچول شوی، چې په ترڅ کې به یې بېلا بېلو دیني. . .

BACK TO NEWS