د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي هيئت د شيخ زاید پوهنتون له مالي او تدارکاتي چارو څخه کتنه پیل کړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۲
هيظت تفتیش مالي

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رياست لخوا ټاکل شوي شپږ کسيز هیئت د شيخ زايد پوهنتون له مالي، حسابي، عایداتي او تدارکاتي چارو او د هغوی د تر سره کيدو له څرنګوالي څخه خپل نظارت پيل کړ.

راغلي هئیت ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقـ.ـاني لخوا ښه راغلاست وویل شو او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوي ده چې ياد هیئت به د شيخ زايد پوهنتون تر څنګ د خوست ولایت د ځینو نورو ادارو د درېیو (۱۴۰۲، ۱۴۰۳، ۱۴۰۴) مالي کالونو له مالي، حسابي، عایداتي چارو، همدارنګه په يادو کالونو کې تر سره شوي قراردادونو، حوالو، اجناسو، عایداتي چارو او د تر سره کیدو له څرنګوالي څخه به کتنه تر سره او راپور به یې لوړو مقاماتو ته ورکړل شي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکي کې د يادو چارو د لا ښه والي او شفافيت په موخه لازمې سپارښتنې او اقدامات به تر سره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۸
Background image

د پنجشېر پوهنتون محصلانو له شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

د پنجشېر پوهنتون ژبو او ادبياتو پوهنځي د انګلیسي څانګې محصلانو د دوو تنو استادانو په ملتيا د شيخ زايد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پوهنتون له عمومي کتابتون، معلوماتي ټکنالوژي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۶:۵
Background image

د جرمونو او قضیو په کشف کې د عدلي طب نقش او اهمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد سیمینار کې د عدلي طب پېژندنه، اساسي دندې، د ټپونو او صدماتو ارزونه، د جسد هويت پېژندنه، د مسموميت تشخيص، د افرادو د رواني او جسمي روغتيا ارزونه او نور اړوند معلومات وړاندې شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

تجارتي حکمیت تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني سیمینار کې د تجارتي حکمیت پېژندنه، ارزښت، ډولونه، نړیوال او داخلي تجارت حکمیت، د تجارتي دعواوو د حل روشونه او داسې نور مهم موضوعات وړاندې شول.

BACK TO NEWS