اداري شورا ناسته تر سره شوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۴
اداري شړرا غړنډه

 سه شنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې له ۲۰مې نیټې سره یې سمون درلود، د شيخ زايد پوهنتون اداري شورا ناسته د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال پوهنمل مفتي عزت نور تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.

د قرآن کريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د پوهنتون د سر سبزۍ، خریدارۍ هيئت، د لیلیې ارزاقي موادو د خنډ او ځنډ، په پوهنتون کې د اضافي اجناسو ډیپو ته سپارلو او یو شمېر نورو متفرقه مسایلو په اړه بحث تر سره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره او د عملي کېدو په موخه یې اړوندو برخو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د عاشورې ورځې تاریخي پس منظر او اهمیت باندې سیمینار وړاندې شو.

په یاد یو ورځني ديني سیمینار کې د عاشورا ورځې په تاریخي واقعاتو، اهمیت، د نبوي احادیثو په رڼا کې د عاشورا ورځې فضیلتونه او د روژې نیولو ثوابونه تشریح شول. د محرم لسمه چې د عاشورا په نوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د کیفيت لوړولو، اعتبار تر لاسه کولو او ساتنې د عامه پوهاوي يو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حقـ.ـاني، مرستيالانو، پوهنځيو رئيسانو، کادري او اداري آمرينو او د کمېټو غړو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS