طب پوهنځي کې د مطالعې میتود تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۲:۱۶
یقفغا

د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د قوس میاشتې لومړۍ نېټه، چې ۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادی الاولی میاشتې له ۱۹مې نېټې سره سمون لري، د شیخ زاید پوهنتون طب پوهنځي کې د پوهنیار محمد ابراهیم لخوا د مطالعې میتود تر عنوان لاندې کنفرانس وړاندې شو.

په ياد کنفرانس کې د طب پوهنځي محصلانو کډون کړی و، چې د مطالعې ارزښت او د مطالعې هغه میتودونه چې پکې محصل ښې نتیجې ته رسیدلی شي وړاندې شول او یو شمېر نوي تجربې له محصلانو سره شریکې شوې.

همدارنګه د ورزش اهمیت چې صحت ته ګته رسوي، ذهني فشار له منځه وړلو لپار له محصلانو سره زیاته مرسته کولی شي، محصلان د مطالعې لپاره هڅوي او د کنفرانس په پای کې د محصلانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي لوحې نصب شوې.

د شیخ زاید پوهنتون په مختلفو برخو کې دیني او اصلاحي پیغامونو لرونکې یو شمېر لوحې نصب شوې.
دغه لوحې د پوهنتون په بېلا بېلو ځایونو کې ولګول شوې، چې پکې د اداري وداني، شرعیاتو پوهنځي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۳۶
Background image

د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.

یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حوت مياشتې ۱۷مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د شیخ زاید پوهنتون رهبري له درسي بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. 
ياده. . .

BACK TO NEWS