لوړو زده کړو وزير د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون له ډاکټرانو سره ناسته وکړه.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۹:۳۰
ghyutrf

یکشنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۲۹مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۱۷مې نېټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او د تدریسي روغتون له روغتياپالانو او کارکوونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

په ياده راټوليدنه کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمین راشد، مرستیالانو، د تدریسي روغتون سرطبيب، د طب پوهنځي رئیس، د طب پوهنځي استادانو او تدریسي روغتون روغتياپالانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

د طب پوهنځي رئیس پوهنوال سید رحیم شاه شملوال د طب پوهنځي په هکله معلومات وړاندې کړل او د طب پوهنځي او تدریسي روغتون ستونزې او غوښتنې یې له محترم وزير صاحب سره شريکې کړې.

د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپلو خبرو کې د طبابت علم تر ټولو مهم وباله او زياته یې کړه چې رښتینی ډاکټر هغه څوک دی چې د ناروغۍ پر مهال زمونږ تشخیص په ښه ډول کوي، د طب میدان لا قوي کولو ته اړتیا لیدل کېږي، مشران په دې هڅه کې دي چې د طب په برخه کې اساسي کارونه تر سره کړي او زياته یې کړه چې زمونږ او ستاسو مسؤليت دا دی چې خپل کارونه ښه په صداقت او اخلاص سره پر مخ یوسو.

د يادولو ده چې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوست ولایت ته په رسمي سفر راغلی دی، چې د شيخ زايد پوهنتون په عمومي مسجد کې یوې لویې راټولېدنې ته د وینا تر څنګ یې په ياد پوهنتون کې د ځينو پروژو چارو د پیل پرانیستنه هم وکړه.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۲۴
Background image

د بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه داخلي ارزونه پیل شوه.

د شيخ زايد پوهنتون بشپړ علمي اعتبار ساتلو په موخه د پوهنتون په کچه د معاونيتونو، پوهنځیو، اصلي کمېټو او آمريتونو داخلي ارزونه د کيفيت لوړونې د نوې ارزونې لړلیک له مخې پیل شوه.
ياده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

BACK TO NEWS