د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفیعاتو ریاست څخه راغلي هئیت شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۴۶
321

نن چهار شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي ۲۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني له ۲۸مې نيټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفیعاتو ریاست د انکشاف مسلکي او ارتقاء ظرفيت آمر مفتي محمد سعید مدني په مشرۍ درې کسيز هئیت د شيخ زايد پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز څخه ليدنه وکړه.

123

په دې اړه هغه ناسته چې نن وروسته له غرمې د شيخ زايد پوهنتون مقام کې را بلل شوې وه، د پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد سر بېره، راغلي هئیت غړو، پوهنتون معاونينو او د پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و.

د يادې ناستې ګډونوالو ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد په خپلو خبرو کې راغلي هئیت غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت له رهبري مننه وکړه چې په پوهنتونونو کې د شته ستونزو حل او پرمختګ لپاره چټک ګامونه اخلي.

د راغلي هئیت مشر د لوړو زده کړو وزارت تقرر او ترفیعاتو ریاست انکشاف مسلکي او ارتقاء ظرفيت آمر مفتي محمد سعید مدني د شیخ زاید پوهنتون له رهبري مننه وکړه چې د دوی قدرداني یې وکړه، نوموړي هیله وکړه چې ټول به په ګډه د مسلکي پرمختیا مرکزونو لپاره کار کوو.

a

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS