کې (۳۰) تنو استادانو لپاره د محصل محورۍ او پر پایلو باندې ولاړ زده کړه ييز سيستم لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۲:۲۸
321

شیخ زايد پوهنتون کې د(OBE-SCL) لس ورځنی ورکشاپ پیل شو.

نن شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي مياشتې ۱۶مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني مياشتې له ۲۴مې نيتې سره سمون لري، د شیخ زايد پوهنتون مسلکي پراختا مرکز د ورکشاپ د پیل مراسمو ته د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمين راشد په خپلو خبرو کې ياد سیمينار ډېر ګټور ياد کړ او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص سره پکې ګډون وکړي.

د يادولو وړ ده چې ياد ورکشاپ به لس ورځې دوام وکړي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي کادر غړي او د ( او، بي اِي ـ اِس سي اِل) ماستر ټرېنر پوهنوال صدیق الله بارکزي او د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړي او د (او، بي اِي ـ اِس سي اِل) ماسټر ټرېنر محترم پوهندوی علي جان عادل له خوا وړاندې کیږي.

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

147

258

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS