د شيخ زايد پوهنتون کادري بستونو خبرتیا!

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۰:۵۶
321

 

شیخ زاید پوهنتون په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د دویم ځل لپاره په لاندې برخو کې دوکتور، ماسټر او لیسانس په کچه نویو علمي کادرونو ته اړتیا لري.

طب پوهنځی:

۱- د ماشومانو د ناروغیو څانګه (مضمون طب وقایوي) (۱) بست

۲- دماغ او اعصابو څانګه (مضمون پتالوژي) (۱) بست

ښوونې او روزنې پوهنځی:

۱- فزیک څانګه (۱) بست

وترنري علومو پوهنځی:

۱- کلینیک څانګه (۲) بستونه

کرنې پوهنځی:

۱- حیواني علومو څانګه (۱) بست

اقتصاد پوهنځی:

۱- مالي او بانکي څانګه (۱) بست

غوښتونکي کولی شي چې د ۱۴۰۲/۹/۱۶ څخه ۱۴۰۲/۹/۲۹ نیټې پورې، يادو علمي کادري بستونو کې د ګډون لپاره لاندې اسناد د غوښتنليک سره یو ځای شیخ زاید پوهنتون ته تسليم کړي.

۱- د نومرو اصل جدول (ترانسکريپټ)

۲- د لوړو زده کړو وزارت له ویب سايټ څخه د دې اعلان کاپي

۳- د تابعيت تذکرې کاپي

نشراتو او عامه اړیکو آمریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS