کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو په برخه کې درې ورځینی ملي کنفرانس پای ته ورسيد.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۳:۵۳
شیخ محمد یعقوب

یاد ملي کنفرانس چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۳۰مه نیټه پیل شوی و او درې ورځې یې دوام درلود، چې د لوړو زده کړو د پياوړتيا په برخه کې د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوی و، چې خوا وشاه ۲۵ مقالې پکې ارايه کړل شوې.

SHAIKH YAQOOB NIAZAI
په ياد کنفرانس کې چې د کابل پوهنتون په ابتکار رابلل شوی و،  د لوړو زده کړو وزیر ښاغلی نداء محمد ندیم او د عامې روغتیا وزیر ښاغلی قلندر عباد، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازی، د هېواد په کچه د ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو رئیسانو، استادان او نورو چارواکو ګدون درلود.
کنفرانس ته د شیخ زايد پوهنتون رئیس شيخ محمد یعقوب نيازي هم وینا وکړه، نوموړي په خپل بيان کې دا ډول کنفرانسونه لوړو زده کړو په برخه کې خورا مهم وبلل او دې ته ورته د دویم ملي کنفرانس د رابللو ژمنه یې وکړه، چې د شيخ زايد پوهنتون به يې کوربه وي.

شیخ محمدیعقوب نیازی
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS