شیخ زاید پوهنتون کې درې ورځینی دیني او علمي سیمينار پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۶ - ۹:۳۴
SZU

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ. ش کال د کب مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان ۱۳مې نیټې سره سمون لري، شیخ زايد پوهنتون کې درې ورځینی دیني او علمي سیمينار چې  د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون او خصوصي پوهنتونو ۳۵۰ استادانو پکې ګډون لري پیل شو.

szu3
د ياد سیمينار په پرانیست غونډه کې د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي، د خوست مرستيال والي مولوي محمدانور دين پرور، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت، د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منيب او ورسره راغلي پلاوي، د شیخ زاید پوهنتون او خوست ولایت خصوصي پوهنتونونو استادانو، علماء کرامو او مېلمانو برخه لرله.

سیمينار د شیخ القرآن قاري عبدالحق فاروقي لخوا د قرآن عظیم الشان څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي د ښه راغلاست وينا وکړه، نوموړي وویل چې د خوشحالۍ ځای دی، چې نن په دې لوی دیني او علمي سیمینار کې سره یو ځای یو او ټول په شریکه د خپل وطن د کاميابۍ او بهبود په فکر کې يو.

MOHAMMADYAQOUB
ښاغلي نيازي زياته کړه، هغه استادان چې خارج ته تللي دي باید خپل هیواد ته راشي او خپل وطن ته دې ستاسو تر څنګ خدمت وکړي، ځکه د دوی عزت په همدې خاوره پورې تړلی دی. نوموړي د ملي کنفرانس یادونه هم وکړه، چې د ټول افغانستان په کچه به وي او شیخ زايد پوهنتون به یې کوربه وي.

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ صاحب شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د سیمنار ګډونوالو ته وویل، چې د دې سیمنار هدف همدا دی چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن چې تېرو شلو کلونو په جريان کې غربیانو را پیدا کړی دی، له منځه لاړ شي او د مدرسې او پوهنتون محصل تر منځ د اعتماد فضاء را منځته شي. دا وطن او نظام زمونږ او ستاسې ګډ کور دی باید په شریکه یې د خدمت لپاره بډې را ونغاړو.

 

د خوست ولایت د والي مرستيال مولوي محمد انور دين پرور په خپلو خبرو کې د دا ډول سیمينارونو دايرول ډېر ګټور ياد کړل، چې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ د را پیدا شوي واټن په را کمولو کې ګټور ثابتېدای شي. نوموړي د استاد مقام ډېر لوړ وباله او زياته یې کړه چې، استاد د معنوي پلار حیثيت لري، ځکه چې د وطن بچيان په معنوي پوهه باندې سمبالوي او استاد هم مکلف دی چې ورسپارل شوی مسؤليت په ښه شان سره ترسره کړي.

szu2

د خوست ولایت امنيه قومندان مولوي محبوب شاه قانت د سیمنار ګډونوالو ته په خپله وینا کې دا ډول سیمينارونه ګټور وبلل، نوموړي وويل چې د اس ـ ام په راتلو سره هغه سیمې چې شل کاله نا امنې وې اوس الحمدلله تر نورو سیمو ډېرې په امن کې دي.
ښاغلي قانت وویل چې افغانان د جـ.هاد له برکته نن په ټوله نړۍ کې د عزت او قدر څخه برخمن دي، چې دا عزت مونږ او تاسو ته هغو زلمو راکړی دی چې خپلې سینې یې په باروتو سوزولي او پارچه پارچه کړي دي، په مونږ او تاسو لازمه ده د هغو ځوانانو ارواحو ته دعاء وکړو او قدرداني یې وکړو.

szu3

د يادولو وړ ده چې نن ورځ  شیخ الحدیث نظر خان متقي او شیخ القرآن عبدالبصیر قاسمي لخوا موضوعات وړاندې شول او یاد سیمینار به درې ورځې دوام ولري، چې ابتدایي برخه یې نن ورځ د پورته ویناوالو په ویناوو سره پای ته ورسيده.


د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۵۱
Background image

نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي سیمینار وړاندې شو.

د شيخ زايد پوهنتون نویو محصلانو ته د اسـ.ـلامي او افغاني فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي د يو سیمینار په ترڅ کې د ټاکل شوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په مشرۍ پلاوي د شيخ زايد پوهنتون له رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو سره ناستې تر سره کړې.

په يادو ناستو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت صاحب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۶:۳۵
Background image

د لوړ وزده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه ارزونه پيل شوه.

د لوړ زده کړو وزارت د تضمين کيفیت او اعتبار ورکولو نهه کسيز پلاوي د شيخ زايد پوهنتون د اووه کلن علمي اعتبار اخيستنې په موخه د ارزونې د پیل ناسته د شيخ زايد پوهنتون له رهبري سره تر سره. . .

BACK TO NEWS