شیخ زاید پوهنتون ته ملا امام او د مبلغ معرفي کیدو په اړه غونډه وشوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۴۹
رئیس

شیخ زاید پوهنتون ته ملا امام او د مبلغ معرفي کیدو په اړه غونډه وشوه.

ملا امام

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشې ۸مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشتې ۶مې نیټې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون ته مولوي صاحب عبدالوکیل د ملا امام او مولوي صاحب حفیظ الله د مبلغ په حیث معرفي شول، چې په اړه یې د شیخ زاید پوهنتون د ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي، د پوهنتون علمي، مالي او اداري، محصلانو چارو مرستیالانو، استادانو او کارمندانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره د مولوي حفیظ الله لخوا پیل شوه، په پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا ګمارنې د وزارت د لزوم دید په اساس ترسره شوې دي، یاد آمریت ډېر مؤثر آمریت دی چې د استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو د اصلاح لپاره به غونډې او پروګرامونه جوړوي. 
د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي غونډې ته وویل چې فزیکي جګړه ختمه شوې ده او فکري جګړه روانه ده، نو په کار دی چې په ګډه فکري جګړه په بریالیتوب سره پرمخ یوسو، یاد آمریت د محصلانو فکري برخې جوړولو مقدسه دنده لري چې په همکارۍ سره به ورته کار کوو.

ملا امام
ورپسې مولوي عبدالوکیل خبرې وکړې، ده له اس ـ ام څخه مننه  وکړه چې دا دروند مسؤلیت یې راته وسپاره، دا یوازې د یوه تن دنده نه ده؛ بلکې د هر شخص دنده جوړیږي، چې یاده برخه کې هلې ځلې وکړي او په ګډه به یاد مسؤلیت سرته رسوو چې ستاسو همکاري په دې برخه کې ډېره ضروري او لازمي ده.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS