شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي د ترمیم چارې بشپړې شوې
د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي د ترمیم چارې بشپړې شوې.
د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي چې هرکال په سلګونو تنه محصلان ټولنې ته خدمت په موخه په اړوندو برخو کې وړاندې کوي، د ودانۍ ترمیم چارې یې بشپړې شوې، ترڅو د شیخ زاید پوهنتون انجینري پوهنځي محصلان په درسي بهیر کې په سم ډول مطالعه او لوړې زده کړې ترسره کړي.
شیخ زاید پوهنتون رهبري په دې هڅو کې ده ترڅو د پوهنتون په هره برخه کې شته ستونزو ته د حل لاره پیدا او زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت