شيخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت پلاوي خپل کار په برياليتوب سره پای ته ورساوه.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۲۴
tazmin kaypaiat

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ. ش کال د سلواغې مياشتې ۱۱مه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي د تضمين کيفيت پلاوي د شيخ زاید پوهنتون د ارزونې چارې پای ته ورسولې.

پدې اړه هغه ناسته چې نن ورځ ناوخته د شیخ زاید پوهنتون د پي ډي سي مرکز کې تر سره شوه د شیخ زاید پوهنتون رئیس، د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي هيئت، د پوهنتون مرستیالانو، د شیخ زاید پوهنتون د مختلفو پوهنځيو رئیسانو او استادانو ګډون کړی و.

dan

د شیخ زايد پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي له راغلي اووه کسيز هيئت څخه مننه وکړه چې خپلې ور سپارل شوي چارې یې ډېرې د ورورګلوۍ او صمیميت په فضاء کې پای ته ورسولې او خوښي یې څرګنده کړه چې تېرې څو ورځې یې د دوی د مېلمه پالنې وياړ درلود.

 

 

د راغلي پلاوي څخه د پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهاند محمد انور سراج خوښي څرګنده کړه چې شيخ زايد هنتون په ډېرو کمو امکاناتو سره ډېر څه لاسته راوړي دي او ځينې هغه نیمګړتیاوې یې ورته په ګوته کړې، چې په پوره کېدو سره به یې پوهنتون لا ترقي او پرمختګ وکړي.

da

د راغلي هيئت مشر ښاغلي مفتي نذير احمد احمدي په خپلو خبرو کې د شیخ زاید پوهنتون رهبري او استادانو د دوی د مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او په دې پوهنتون کې د تر سره شویو کارونو ستاینه یې وکړه، نوموړي وویل چې تل د خپلو آمرينو او مشرانو څخه اطاعت وکړئ، چې په دې کار سره ستاسو کارونه لا ښه کېدلی شي.

 

 

د يادولو وړ ده چې شیخ زاید پوهنتون تېر کال وړاندې د لوړو زده کړو د تضمين کیفیت ارزونو په پایله کې بشپړ اعتبار تر لاسه کړی و او روان کال د شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري کارکونکي په دې هيله دي، چې د خپل بشپړ اعتبار په ساتلو سره به شیخ زايد پوهنتون د هېواد د غوره پوهنتونونو په قطار کې خپل ځای لا پسې قوي کړي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS