شيخ زاید پوهنتون کې درې ورځينی د طبیعي علومو ملي سمپوزيم نن پيل شو

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۵:۱۷
یعقوب

نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې۲۰ مه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د ذالحجې مياشتې له ۲۲مې نيټې سره برابره ده، شیخ زايد پوهنتون کې د ټول افغانستان په کچه د طبیعي علومو ملي سمپوزیم پیل شو.

 

د پیل په مراسمو کې کورنیو چارو وزير خلیفه سـ.راج الـ.دین حـ.قانـ.ي، د لوړو زده کړو وزير شیخ الحدیث مولوي نـ.داء محمد نـ.دیم، د لوړو زده کړو د علمي معین دوکتور لطف الله خيرخوا، د خوست ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت، د خوست ولایت د علماء کرامو د شورا مرستيال شیخ الحدیث عبدالرحمن حـ.قانـ.ي، د افغانستان د بېلا بېلو پوهنتونونو رئيسانو، د شیخ زاید پوهنتون بېلا بيلو پوهنځيو رئیسانو، استادانو، مېلمنو او د رسنیو کارکونکو ګډون درلود.

مراسم د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو د قاري محمد جواد په تلاوت سره پیل شول.

پیل کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي ټولو ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په خپل بيان کې وویل چې د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ او ستاسو د څېړنو په برکت مو دا دی نن ورځ هغه سمپوزیم دایر کړ چې پنځه مياشتې وړاندې مو وعده کړې وه. نوموړي وویل؛ ویاړو چې د کابل پوهنتون وروسته په داسې یو ملي سمپوزیم باندې بريالي شو.

یعقوب

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخوا په خپلو خبرو کې د خوست مېشتو ولسونو ستاینه وکړه، نوموړي وویل چې د رزم او قلم په وخت کې سنـ ګر پرېنږدئ، پخوا چې جنګ و؛ نو زمونږ توجو د علم په شان چې باید شوې وای نه وه، اوس چې هېواد د اشـ غالـ ګرو څخه په بشپړ ډول سره پاک شو ان شاء الله اوس به په پوره قوت سره د علم د پرمختګ لپاره زيار باسو.

لطف الله

نوموړي د دا ډول سمپوزیم په دايرولو سره د شیخ زاید پوهنتون پوهنتون ستاینه وکړه او په نورو ټولو خصوصي او دولتي پوهنتونونو یې غږ وکړ چې د څېړنو په برخه کې جدي ګامونه واخلي او په دا ډول ناستو او کنفرانسونو کې خپل شتون یقیني کړي. نوموړي زياته کړه چې هڅه یې دا ده چې نورې څېړنې عملي او د تطبیق ډګر ته را وباسي، چې لوړو زده کړو وزارت په دې برخه کې جدي کار پیل کړی دی او په ټولو پوهنتونونو کې یې د څېړنې معاونیتونه هم رامنځته کړي دي او ۴۱۱ ميلیونه افغانۍ بودجه یې د تحقیقاتو لپاره ځانګړې کړې ده.

د خوست ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې قرآن کریم د ټولو مسلمانانو دستورالعمل او د ټولو تحقیقاتو او څېړنو خزانه ده که په دقیق ډول توجو ورته وشي د لویو پرمختګونو لیدونکي به شو او زياته یې کړه چې د افغانستان ټولنه اسـ.لامـ.ي او با استعداده ده که په سم ډول ګټه ترې واخیستل شي نو لرې نده چې په هره برخه کې به د نورې نړۍ سره سيال شو.

قانت

د لوړو زده کړو وزير ښاغلي شـ یخ نـداء محمد نـ ديم په خپلو خبرو کې وویل چې مسلمانان او غیر مسلمانان دواړه طایفې په دې اتفاق دي چې پرمختګ او ترقي یوازې په علم پورې تړلې ده؛ خو د دواړو طایفو هدف مختلف دی، د مسلمانانو د علم حاصلولو او تحقیقاتو څخه هدف او مقصد د دنیا او هم د اخرت نېکمرغي ده، خو د غیر مسلمانانو هدف يوازې دنیاوي دی.

 ښاغلي ندیم زياته کړه چې مسلمانان باید په لومړي قدم کې د دنياوي علومو ترڅنګ اخروي علومو ته هم زياته توجو وکړي تر څو دنيا او اخرت مو دواړه نېکمرغه شي او په دیني بخش کې هم باید په مختلفو مسائلو باندې ژور تحقیقات او څېړنې تر سره شي، ترڅو ټولنې ته په دې برخه کې هم په سم ډول خدمات وړاندې شي.

ندا

د خوست ولایت د علماوو شورا مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن حـ.قانـ.ي په شیخ زاید پوهنتون کې نننی سمپوزیم ډېره لویه لاسته راوړنه وبلله؛ ځکه چې هغه تحقیقات چې زمونږ استادانو کړي پکې وړاندې به شي او په دې ډول به مونږ نړیوالو ته وښیو چې د علم په ډګر هم مونږ له چا څخه کم نه یو. نوموړي په چارواکو غږ وکړ چې د ښو تحقیقاتو تر سره کول لپاره پوهنتونونو ته لازم فرصتونه برابر کړي.

عبدالرحمن

 د کورنیو چارو وزير ښاغلي خـ ليـ فه سـ راج ااـدین حـ قـانـ.ي وینا وکړه او ویې ویل چې؛ دا یو څرګند حقیقت دی چې تېرې نیمې پېړۍ جنګونو د افغانستان علمي ادارې زياتې زيانمنې کړي دي، زمونږ او ستاسې ترمنځ مختلفې جبهې را منځته کړي دي، چې الحمدلله نن ورځ بېرته د ټولو علمي او زده کړه ییزو بنسټونو ترمنځ اتحاد او یووالی په ټینګېدو دی، نوموړي زياته کړه چې نور باید په شریکه د هغې فکري کړۍ د ماتولو لپاره کار وکړو چې په تېرو څه باندې شلو کلونو کې اشغالـ ګرو دلته رامنځته کړې ده.

حلیفه سراج

ښاغلي حـ.قانـ.ي زياته کړه چې د نړۍ والې ټولنې له دومره بندیزونو او فشارونو سره سره اوس هم الحمدلله د ډېرو ګاونډیو هېوادونو څخه په هره برخه کې ښه یو، ځکه چې د غلا، رشوت، چور او نورو نا قانونه کړنو څخه مو مخنیوی کړی دی.

نوموړي په ټولو استادانو غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو پرګنو ترمنځ د یووالي او اتحاد لپاره کار وکړي او ټولنه د لویدیځې نړۍ له د تخریبونکو افکارو څخه وژغوري.

په پای کې پوهندوی دوکتور اجمل ولي د سمپوزیم لنډه تشریح، ستونزې، خنډونه او د درېیو ورځو اجنډا ګډونوالو ته وړاندې کړه او د لومړۍ ورځې مراسم د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیدل.

اجمل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۵
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو علمي سفر پای ته ورسېد.

د وردگ لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي سیستمونو او انجینري شبکې څانگو ۱۸ تنو محصلانو د استاد عبدالرقیب همت تر لارښوونې لاندې شیخ زاید پوهنتون ته خپل درې ورځنی سفر پای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۴:۱۱
Background image

مالي او اداري چارو معاونیت له لوري مخکښ اداري کارمندان وستایل شول.

د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د بېلا بېلو شعباتو هغه کارکوونکي چې خپلې چارې یې په ښه ډول ترسره کړې وې په ستاینلیکونو باندې ونازول شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۳:۱۲
Background image

د انجینري پوهنځي محصلانو پکتیا پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون انجنیري پوهنځي سېول او مهندسي څانګو ۲۶ تنو محصلانو د پوهندوی نقیب احمد نعیمي تر لارښوونې لاندې علمي سفر پکتیا پوهنتون ته ترسره او د پکتیا پوهنتون په لابراتوار کې یې د. . .

BACK TO NEWS