شيخ زاید پوهنتون برق څانګې محصلان په پنځلس ورځيني علمي سفر ننګرهار ولایت ته لاړل.

szu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۳:۴۴
123

د شیخ زايد پوهنتون انجینري پوهنځي برق څانګې (۶۷) محصلان د څلورو تنو استادانو په ملتيا، د عملي زده کړو په موخه په پنځلس ورځيني علمي سفر ننګرهار ولایت ته ولیږل شول.

m

ياد محصلان به په څلورو ګروپونو کې د برق څانګې څلورو تنو استادانو په ملتيا د ننګرهار ولایت د برېښنا څلورو توليدي ساحو (ماهيپر، نغلو، سروبي او درونټې) څخه ليدنه وکړي.

له يادو ليدنو څخه به د برق څانګې محصلان د برېښنا د يادو تولیدي ساحو او برېښنایي مرکزونو څخه هر اړخيز معلومات تر لاسه کړي او د لیدنو او کتنو څخه به په خپلو زده کړه ييزو فعالیتونو کې د پام وړ ګټه پورته کړي.

12

د يادولو وړ ده چې يادو محصلانو ته د لیلیې او اوسیدلو په برخه کې د ننګرهار پوهنتون همکاري کړې او امکانات یې ورته برابر کړي دي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS