شيخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزير د یوې لویې راټولېدنې په ترڅ کې ګډونوالو ته وینا کړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۹
vcgfdxdsxdcd

هغه غونډه چې د پوهنتون لیلیې په عمومي مسجد کې را بلل شوې وه، د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نـ.ـداء محمد نـ.ـدیم صاحب، د خوست ولایت والي مولوي عبدالله مختار، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـ.قاني، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و.
په پیل کې د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو مرستيال مفتي محمد عمـ.ـر فضلي د ښه راغلاست وینا واوروله او شيخ زايد پوهنتون ته د مشرانو راتګ یې د پوهنتون لپاره افتخار او ژمنتيا وبلله.
د خوست ولایت والي الحاج مولوي عبدالله مختار  په خپلو خبرو کې هيله څرګنده کړه چې د قدرمن وزير صاحب راتګ شيخ زايد پوهنتون د مثبت بدلون او طرقۍ لپاره پيلامه شي.
نوموړي وويل چې د افغانستان دښمنان هيڅکله افغانستان کې يو مستحکم او پایدار نظام نه غواړي او په محصلانو یې غږ وکړ چې د شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د خپلې خاورې داسې خدمت وکړي چې په هر ډګر کې د نورو سره سيالي وکړلی شو.
د لوړو زده کړو وزير شيخ الحدیث مولوي نـ.ـداء محمد نـ.ـدیم صاحب په خپلو وینا کې وويل په جامعه کې هغه څوک محترم دي چې د علم څخه برخمن وي هغه که دیني علم وي او که عصري علم او دوی یې مستحق هم دي؛ ځکه نن که تاسو محصلان یئ خو سبا ستاسو ټول تمرکز پر دې دی چې څنګه د ټولنې نورو ځوانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړو، د دنيا او اخرت د برياليتوب راز او عزت يوازې په علم کې دی، چې دې برخې ته د لا غښتلتيا لپاره د مشرتابه زياته پاملرنه او ژمنتیا لري.
نوموړي د نوي دور او ټګنالوژۍ سره سمبال زده کړې د زياتې پاملرنې وړ وبللې او د خپل هېواد او ملت څخه په سر او مال دفاع یې د هر چا مسؤليت ياد کړ.
همداشان نوموړي د خپل اسلامي نـ.ـظام احترام، د خپل ملک سره ټینګ تعهد، د خپلو مشرانو او اومـ.ـراوو سره ټینګ تعهد درلودل لازمي یاد کړ.
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نـ.ـداء محمد نـ.ـدیم صاحب له لوري د پوهنتون ځینې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د پوهنتون روان وضعیت یې ښه وارزوه.
نېټه: دوشنبه
د ۱۴۴۷ هـ.ق کال ذوالقعدة الحرام درېیمه
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري ۳۱مه
د ۲۰۲۶ م کال اپريل ۲۰مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د شيخ زايد پوهنتون پنځو څانګو علمي فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت له لوري تاييد شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د شیخ زاید پوهنتون د پنځو څانګو علمي فعالیتونه د تایید وړ وبلل شول او د راتلونکو پنځو نورو کلنو لپاره ورته د لا ښه. . .

BACK TO NEWS