د ژبو او ادبیاتو پوهنځی څانګې
.د ژبو او ادبياتو پوهنځی پنځه څانګې (پښتو، دری، انګليسي، عربي او اردو) لري. همدا چې د شيخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې ياد پوهنځي خپل فعاليت له خاپوړو پيل کړ؛ نو يې د خپل خدمت ساحه په يادو پنځو څانګو کې منحصره کړه. اوس مهال د پښتو څانګه ټول دولس تنه استادان لري چې یو یې دکتور، نه يې ماستران، او یو يې د دوکتورا د زدهکړو کاروان ملګري دی.دری څانګه ټول څلور علمي کادرونه لري چې درې يې ماستران دي او یو یې د دکتورا په درسونو کې مصروف دی. اردو څانګه بيا درې تنه استادان لري. انګليسي څانګه بيا پنځه تنه استادان لري، چې څلور يې ماستران او یو یې د دکتورا اخيستو په جريان کې دی. عربي څانګه درې تنه استادان لري، چې درې واړه تر دې دمه ليسانس دي.