د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لرلید رسالت ارزښتونه
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لرلید (Vision )
ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پام کې لري، چې تر را تلونکو پېنځو کلونو په موده کې د لېسانس په کچه د نویو څانګو ایجاد تر څنګ په مختلفو ژبو او ادبیاتو کې د ماسټرۍ په کچه پروګرامونه پیل کړي.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ماموریت (Mission)
مونږ محصلان په تعلیمي، څېړنیزو او تخلیقي هڅو کې داسې ښکېل ساتو؛ څو د دې توان ولري، چې د دوامدارې زده کړې او ښو خدماتو په واسطه ښې دندې او معنا لرونکی ژوند ولري، په داسې حال کې، چې د ټولنې، هېواد او نړۍ په اقتصاد، چاپېریال او د ټولنیز ژوند په وده کې رغنده رول ولوبوي.
د ژبو او ادبياتو پوهنځي لرليد او ماموریت د ياد پوهنځي د علمي شورا په (۱۰ ) ګڼه پروتوکول او ( ۱۰/۱۰/۱۴۰۱ ) نېټې غونډه کې تاييد دي.
ياد لرليد او ماموریت د شيخ زايد پوهنتون د علمي شورا په (۱۰ ) ګڼه پروتوکول او ( ۲۹/۱۲/۱۴۰۱ ) نېټې غونډه کې تاييد دي.
دستور او کلتور برابرې درنې علمي سټې به د ټولنې د خدمت جوګه ګرځوي.
(Values)ارزښتونه
- په يوې پاکې، ملي او اسلامي روحيې سمبال د هېواد او ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه.
- د معياري او باکيفيته لوړو زدهکړو وړاندې کول.
- د ګټورې او ارزښتمنې څېړنې کلتور رامنځته کول.
- د يوې سالمې ادارې جوړول او اغېزمنه رهبري رامنځته کول.
- علمي او اکاډيميکه ازادي رامنځته کول.
- په چارو کې روڼتيا او حساب ورکونه.
- د فساد مخنيوی او راڼه خدمات وړاندې کول.
- له هر ډول تبعيض پرته معياري خدمتونه وړاندې کول.