د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلانو لخوا ادبي څپ غونډه ترسره شوه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۲:۴۱
قفلاتن

سه شنبه د ۱۴۰۳ هـ.ش د لړم مياشتې ۱۵مه، چې د ۱۴۴۶ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له درېیمې نېټې سره سمون لري، شيخ زايد پوهنتون کې د (ادبي څپ) تر نوم لاندې د لېکچرونو، کره کتنې او د مشاعرې غونډه ترسره شوه.

ياده غونډه کې د محصلانو چارو مرستيال پوهنیار مجاهد همت یار، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنمل سید مرجان سروري، استادانو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون کړی و، غونډه په درېیو پړاوونو کې ترسره شوه، چې لیکچرونو، کره کتنې او مشاعرې ته ځانګړي شوي وه.

د قرآن الکريم څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې آمر پوهندوی ظاهر شاه زهیر د ادبي څپ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:((څپ د غلو یا نورو دانو چاڼ کول دي او ادبي څپ هم هغه لیکچرونو، کره کتنې مشاعرې او داسې نورو موضوعاتو څخه عبارت دی چې چاڼ شوي وي.))

د محصلانو چارو مرستيال مجاهد همت یار هم د ادبیاتو په اهمیت وغږېد او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له محصلانو څخه یې مننه وکړه چې دا ډول غونډې ترتيبوي او د ورته برنامو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

ادبي څپ تر عنوان لاندې غونډه په لومړي ځل د ۱۳۹۸ هـ.ش کال د ثور په میاشت کې ترسره شوې وه، نننۍ غونډه یې پنځم ځل دی، چې ترسره کېږي.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵۸
Background image

د تدریسي روغتون خالي مسلکي بستونو له نوماندانو څخه ازموینه واخيستل شوه.

د ازموینې لپاره په رابلل شویو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسيم حـ.ـقانـ.ـي، مرستیالانو، د طب پوهنځي استادانو، د ولایت مقام کارکوونکو چارو رياست، د اداري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

د پي پي ار پروسې ته د تعین شویو څانګو د دوره یي بیا کتنې یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

د ورکشاپ په پیل کې د علمي چارو مرستیال پوهنمل نورالله حسین خېل د دې ورکشاپ په اهمیت او تطبیق باندې ټینګار وکړ.

BACK TO NEWS