د وترنري پوهنځي رئیس پیغام

 وترنری علومو  پوهنځي د رئيس پيغام

شیخ زاید پوهنتون د هېواد او تېر بیا د سوېل ختیځ زون په سطحه له معتبرو پوهنتونونو څخه ګڼل کېږي او پوره دوه لسیزې کېږي چې هېواد ته په تحصیلي ډګر کې باکیفیته خدمات وړاندې کوي. د شیخ زاید پوهنتون دولس ګونو پوهنځیو په قطار کې د وترنري علومو پوهنځی یوه مهمه پوهنځی ده چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوی دی. وترنري علومو پوهنځی د هېواد د مالدارۍ سکتور د ودې او پرمختیا لپاره وړ کادرونه روزي چې په هېواد کې د اقتصادي پراختیا لپاره د پام وړ ارزښت لري.

څرنګه چې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې مالداري او زراعت د غریبو خلکو د اقتصاد لومړنۍ منبع ګڼل کېږي او د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د پام وړ ارزښت لري، د مالدارۍ پرمختګ د افغانستان د حکومت له مهمو اهدافو څخه شمېرل کېږي. له همدې امله، د دې پرمختګ لپاره یو پرمختللی او روزل شوی مرکزي قوت ته اړتیا ده. د وترنري علومو پوهنځی د ځوان نسل لپاره په لوړه او باکیفیته زده کړه تاکید کوي او د دې مسلک متخصصین او ښه رهنمایي کوونکي د پرمختګ لپاره ضروري ګڼي. د دې متخصصینو په واسطه کولای شو چې په هېواد کې د روزنې په برخه کې لکه د چرګانو روزنې فارمونه، د ماهیانو روزنې فارمونه، د مچیو روزنې فارمونه، د خوسکیو او غواګانو روزنې فارمونه او د وزو او مېږو روزنې فارمونه په ښه شکل مدیریت، وقایه او تداوي کړو.

بناً، د افغانستان اجتماعي، اقتصادي او علمي پرمختیا او د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ سره سم، شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې وترنري علومو پوهنځی په تېرو کلونو کې په لسګونو تنه ځوان وترنران خپلې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو ګمارل شوي او یا خپل شخصي کارونه پرمخ بیایي کوم چې د هېواد په آبادولو کې فعاله ونډه لري. د وترنري علومو پوهنځی استادان ژمن دي چې په راتلونکي کې نور هم اغېزمن ګامونه پورته کړي.

په ټولیزه توګه، وترنري پوهنځي د هیواد په اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز پرمختګ کې حیاتي رول لوبوي . په دې توګه، وترنري متخصصین نه یوازې د مالدارۍ سکتور بلکې د ټولنې په پرمختګ کې هم مهمه ونډه لري.

په پای کې، د آباد او سوکاله افغانستان په هیله.

 

په درنښت

پوهنمل عبدالطیف رحیمی