د معلوماتی ټکنالوژۍ آمریت تشکیل
| شمېره | نوم | تخلص | پلار نوم | دنده | اړیکه | بريښنالیک | عکس |
|---|---|---|---|---|---|---|---|
| ۱ | حکمت الله | محمدي | شیرمحمد ګل | د معلوماتي ټکنالوژي آمر | ۰۷۶۶۱۱۷۷۳۶ | ||
| ۲ | هدایت الله | ځدران | حاجي رحیم شاه | د شبکو عمومی مدیر | ۰۷۶۵۱۹۱۵۳۱ | hidayt.zadran99@gmail.com | |
| ۳ | عبدالحق | افعان | د سافټويراوهارډوير ټکنېشن | ۰۷۷۹۹۷۴۶۹۰ | abdulhaqwafa.999@gmail.com | ||
| ۴ | خدماتي کارکوونکی |
د معلوماتي ټکنالوژی آمریت تر پلان لاندي دندې او ورځني اجراآت:
- د پوهنتون د اکاډمیک ،اداري او تدریسي بهیر بهبود لپاره د باکیفیته ټکنالوژي خدمتونو برابرول او د پوهنتون ادارې سره پدې برخه کې همکاري کول.
- د معلوماتې ټکنالوژۍ امریت اړوند معیاري سیستمونو ساتل او هغوی ته انکشاف ورکول په ټولو پوهنځیو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو څخه نظارت او ساتنه کول د اړوندو پوهنځيو او ادارو سره د انټرنیټ وسایلو د ساتلو لپاره روابط جاري ساتل د معلوماتي ټکنالوژي امریت له وسایلو لکه (ICT سنټر،سرور رووم ،ټرینینګ رووم او پاور رووم ) ساتنه او مراقبت کول.
- د پوهنتون عمومي ویب سایټ او د رسمي ایمل ادرسونو د ټولو برخو اړوند د تخنیکي ستونزه ور حل کول. د ویدیو کنفرانسونو د وسایلو اماده کول او د هغې فعال ساتل.
- د لوړو زده کړو وزارت په مرسته چي کوم انټرنيټ د افغان ټیلیکام لخوا پوهنتون ته ورکړل شوی په ښه ډول سره تنظیمول.
- د کمپیوټر ساینس پوهنځی او نورو همکارو ادارو په مرسته د پوهنتون په سرور رووم کې د یو منظم ډیټابس جوړول چې په لوکل ډول سره په ټولو پوهنځيو کې لاس رسي ورته وشې د نوموړي ډیټابیس طرحه د کمپیوټر ساینس پوهنځی سره شریکول.
- دا چې د معلوماتي تکنالوژی امریت فعلأ یو ICT سنټر لري د شرعیاتو پوهنځی په نوي تعمیر کې چې څلور پوهنځي ځای پرځای کیږي د یو بل سنټر فعالول.
- هغه لینکونه چي د بیلا بیلو ادارو لخوا د انلاین منابعو (ډیجټل کتابتون) لپاره شیخ زاید پوهنتون ته رالیږل کیږي د ټولو پوهنځیو سره په رسمې ډول سره شریکول او د هغوی لینکونه په ICT سنټر کې د بینرو په شکل چاپول ترڅو استادان ،اداري کارمندان او محصلین ورڅخه استفاده وکړي.
- د معلوماتي تکنالوژۍ مرکز ICT سنټر کې د سټوریچ سرور فعالول په سافټ ډول د هغو کتابونو ساتل چې د شیخ زاید پوهنتون عمومې کتابتون سره موجود دي، ترڅو د ټول پوهنتون په هره اداره کې استادان،اداري کارکوونکې او محصلین وکولی شي ډاونلوډ کړي.
- د معلوماتي تکنالوژی امریت او اړوندو سنټرونو د اجناسو د قید لپاره خانه سامان ،صفاکاران او یو بشپړ تشکیل درلودل.
- د پوهنتون استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو ته د بریښنايې زده کړو شرایط او وسایل اماده کول، په انفرادي ډول د استادانو او اداري کارکوونکو او محصلینو سره په نوموړي برخه کې همکاري کول .
- د ورکشاپونو ،سیمنارونو، ترینیګونو ، او بریښنايي زده کړو لپاره د معلوماتې تکنالوژي مرکز ،انټرنیت استادانو ،اداري کارمندانو او محصلینو په واک کې ورکول.
- د معلوماتي تکنالوژی امریت او ICT سنټر لپاره د یو مجهز دوه منزله ودانۍ جوړول ، چې یو مجهز کمپیوټر لېب چې د ټرینینګونو، ورکشاپونو او کنفراسونو ټول وسایل ولري .