د لوړو زده کړړو سرپرست وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د جنوب ختيځ زون پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او علماء کرامو سره لیدنه وکړه.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۳:۵۱
Minister of Mohe

نن ورځ د ۱۴۰۱ ل.ل کال د لیندۍ مياشتې ۲۱مه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د جمادي الاول مياشتې له ۱۸مې نيټې سره برابره ده، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د جنوب ختیځ زون د  پوهنتونونو رئیسانو، استادانو او علماء کرامو سره غونډه تر سره کړه.

szu

یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر سربېره د خوست والي مولوي بسم الله عبدالله، د والي مرستیال مولوي محمد انور دین پرور، د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، د جنوب ختیځ زون علماء کرامو او د پوهنتونونو استادانو ګډون کړی و.

 

غونډه د شیخ الحدیث قاري عبدالحق فاروقي لخوا د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خوست ولایت مرستيال والي محمد انور دین پرور خبرې وکړې او د غونډې ټولو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووايه.

 

د جنوب ختیځ زون د پوهنتونونو رئیسانو په استازيتوب د پکتيا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده خبرې وکړې، نوموړي وويل، چې د اس ـ ام په راتلو سره د لوړو تحصیلاتو بهیر په ډېر ښه او نورمال ډول روان دی، چې مونږ د لوړو زده کړو وزارت له رهبري څخه په دې باره کې مننه کوو، اخندزاده زياته کړه، د دوی هڅه دا ده چې نور پوهنتونونه د علم د انتقال تر څنګ، د علم د تولید په مرکزونو باندې تبدیل شي او په دې برخه کې باید د تحقیق مرکزونو باندې کار وشي.

 szu1

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خپله ارزښتناکه وینا ګډنوالو ته واوروله، نوموړي وويل چې ډېر د خوښۍ ځای دی، چې د اسـ.لامي حکومت تر چتر لاندې نن ورځ ستاسو سره په دې ناسته کې برخه لرم او زياته یې کړه چې دښمن فکري جګړه ډېره په مخ بېولې ده، خو په افغانانو کې بيا د آزادۍ او ملي وحدت فکر حس ډېر قوي دی او هيڅکله یې څوک تېر ایستلی نه شي.

szu2

ښاغلي نداء وویل، هغه څوک چې بې ځایه د اس ـ ام په خلاف تبلیغات کوي له دې کاره تېر شي او را دې شي د اس ـ ام سره دې یو ځای هېواد ته خدمت وکړي. همدارنګه نوموړي په علماء کرامو هم غږ وکړ چې له دې لاسته راغلي فرست څخه استفاده وکړي او په خلاص زړه دې مونږ ته مشورې راکړي.

 نوموړي زیاته کړه، د پوهنتونونو استادانو باندې مونږ اعتماد لرو، په هېواد کې پاتې کېدل یې د دې خلکو سره لوی احسان ګڼو، د پوهنتونونو په نصاب باندې کار روان دی او ان شاءالله ډېر ژر به يو غوره او د عصر د غوښتنو مطابق نصاب په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره برابر شي.

 

د جنوب ختیځ زون ولایتونو څخه، هر یو د پکتیکا ولایت څخه شیخ الحدیث عبدالقدوس عظیمي، د لوګر علماء کرامو په نماینده ګۍ شیخ الحدیث فضل الرحمن ذکي، د پکتیا ولایت علماء کرامو په نماینده ګۍ شیخ الحدیث نورالله نوري، د خوست ولایت د ولسوالیو علماء کرامو په استازیتوب مولوي محمد نعیم مسرور او د خوست ولایت د مرکز علماء کرامو په نماینده ګۍ شیخ الحدیث عبدالرحمن ویناوې وکړې.

szyu4

szu5

szu7

غونډه د شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن لخوا د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

szu8

 د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

BACK TO NEWS