د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست ټاکل شوي هيئت د شيخ زاید پوهنتون له مالي او تدارکاتي چارو څخه کتنه پیل کړه.

szu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۳:۱۲
هيظت تفتیش مالي

نن پنجشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د چنگاښ میاشتې ۱۹مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې له ۱۴مې نیټې سره سمون لري، د فرمانونو، حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رياست لخوا ټاکل شوي شپږ کسيز هیئت د شيخ زايد پوهنتون له مالي، حسابي، عایداتي او تدارکاتي چارو او د هغوی د تر سره کيدو له څرنګوالي څخه خپل نظارت پيل کړ.

راغلي هئیت ته د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.ـقـ.ـاني لخوا ښه راغلاست وویل شو او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوي ده چې ياد هیئت به د شيخ زايد پوهنتون تر څنګ د خوست ولایت د ځینو نورو ادارو د درېیو (۱۴۰۲، ۱۴۰۳، ۱۴۰۴) مالي کالونو له مالي، حسابي، عایداتي چارو، همدارنګه په يادو کالونو کې تر سره شوي قراردادونو، حوالو، اجناسو، عایداتي چارو او د تر سره کیدو له څرنګوالي څخه به کتنه تر سره او راپور به یې لوړو مقاماتو ته ورکړل شي، چې پر بنسټ به یې په راتلونکي کې د يادو چارو د لا ښه والي او شفافيت په موخه لازمې سپارښتنې او اقدامات به تر سره شي.

نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۳
Background image

تدریسي روغتون سره د ۲.۶ ميليونو افغانيو په ارزښت د درملو مرسته وشوه.

د شيخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د خوست ولايت عامې روغتيا رياست له لوري د پنځه قلمه درملو، چې مجموعي ارزښت یې (۲،۶۴۶۸۸۰) افغانۍ دی مرسته وشوه.

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د کمپيوټر ساينس پوهنځي محصلانو کابل ته علمي سفر تر سره کړ.

د شیخ زاید پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سيستمونو څانګو د څلورم ټولګي محصلانو د دوو تنو استادانو تر لارښوونې لاندې په مرکز کابل کې د يو شمېر اړوندو ادارو. . .

BACK TO NEWS