د طب پوهنځي څخه ۹۸ ډاکټرانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۸:۵۲
ډاکټر صاحبانو غونډه

هغه راټولیدنه چې په همدې موخه نن ورځ د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې ۲۵مه نيټه، د شیخ زاید پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې را بلل شوې وه، د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي، د طب پوهنځي رهبري او استادانو، د فارغانو محصلانو خپلوانو او ګڼ شمېر مېلمنو پکې ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نيازي پرانستونکې خبرې وکړې، نوموړي فارغېدونکو محصلانو، د هغوی والدینو او د طب پوهنځي استادانو ته د يادې بریا او لاسته راوړنې مبارکۍ ترڅنګ فارغېدونکو ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل؛ چې تاسو ته له دې وروسته په ټولنه کې ستر مسؤلیت در سپارل کیږي، خپل دا مسؤلیت کسب نه؛ بلکې عبادت وګڼئ او هیله یې وکړه چې خپلې زده کړې په همدې ځای پای ته و نه رسوي، بلکې لا پراختیا ورکړي او په خپل مسلک کې ځانونه ورسوي.

شیخ زاید

د طب پوهنځي رئیس پوهنیار ډاکټر عبدالله قادري هم راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ، د طب پوهنځي په اړه لنډ ګزاش وړاندې کړ او له فارغېدونکو ډاکټرانو څخه یې وغوښتل چې خپلې راتلونکې تخصصي زده کړې په نړۍ واله کچه تر سره کړي، ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو هېوادوالو اړتیاوو ته ځواب وویلی شئ.

شیخ زاید

 د طب پوهنځي استاد پوهنوال ډاکټر جهان شاه ټولو فارغانو محصلانو او د دوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ، په خپلو خبرو کې وويل چې تاسو باید په هر صورت کې خپل طبي اخلاق، همدارنګه د ټولنې اقتصادي حالت په پام کې ونیسئ.

جهان شاه

د محصلانو په نماینده ګۍ هر یو ډاکټر بیت الله زاهد او ډاکټر شېر اواز خان پکتین خبرې وکړې، دوی د خپلو استادانو او والدینو مننه او ستاینه وکړه، چې دوی یې په ډېرو تکلیفونو او مشکلاتو کې تر دې ځایه را رسولي دي.

شیراواز خان

فراغت غونډه د تصديق پاڼو په وېش او د دعاء په ویلو سره سره پای ته ورسیده.

szu2

123

عبدالله

۱۲

نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۶:۱۶
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده‌ کړې له بنسټیزو مفاهیمو څخه تر عملي پروژې جوړولو پورې علمي ورکشاپ وړاندې شو.

په ياد علمي ورکشاپ کې د شيخ زايد پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د ياد پوهنځي رئيس پوهنمل عبدالرحيم احمدي هم برخه لرله، چې د کمپيوټر ساينس پوهنځي څلورم ټولګي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د علمي ليکنې تر سرليک لاندې سيمينار وړاندې شو.

د مسلکي پرمختيا مرکز کې د شيخ زايد پوهتون ټولو څانګو نويو ګمارل شويو استادانو ته د علمي ليکنې تر سرليک لاندې یو ورځی سيمينار وړاندې شو.

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۵۲
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو کنفرانس ترسره شو.

شیخ زاید پوهنتون کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلې د يو کنفرانس په ترڅ کې له ښکېلو خواوو سره شريکې شوې.

BACK TO NEWS