د طبي تخصص نړيوالې ازموينې په اړه معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۷
mmjnhbghjmhj

د شيخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمه الله غونډو په تالار کې د ډاکټر کليم الله وردګ لخوا د طبي تخصص نړيوالې ازموينې درې مرحلې معرفي کړې او د هرې مرحلې لپاره د چمتووالي منابع، مطالعوي ستراتيژۍ، وخت تنظيم او مالي لګښت په اړه معلومات وړاندې کړل.
په ياد سیمینار کې د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي استادانو او محصلانو سربېره د خوست ولایت ځینې خصوصي پوهنتونونو محصلانو هم ګډون کړی و.
د سیمينار په پای کې د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځی استادانو پوهنيار ډاکټر مجـ‌ـ.ـاهد همت یار او پوهنيار ډاکټر احمد خواجه لخوا ډاکټر کليم الله وردګ ته د پښتني دود له مخې د درناوي لونګۍ ور په سر شوه.
نشراتو او عامه اړیکو آمريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱۴
Background image

شيخ زايد پوهنتون کې د پسرلني سمستر د پای ازموینې پیل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون ۱۴۰۵ هـ.ش کال د بهاري سمستر ازموینې نن پیل او شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د څېړنو لپاره کمپيوټري احصایوي تحلیلونو پروګرام (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

د شیخ زايد او د خوست خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره د علمي څېړنو لپاره کمپيوټري احصايوي تحليلونو پروګرام يا (SPSS) تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ورکشاپ پيل شو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د شیخ زاید پوهنتون له رهبري سره د خوست بې پولې ډاکټرانو روغتون مسؤلینو ناسته ترسره کړه.

په دغه ليدنه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد نسیم حـ.قـاني د ياد روغتون مسؤلينو ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکارۍ ژمنه وکړه.

BACK TO NEWS