د شیخ زاید پوهنتون په بېلا بېلو پوهنځیو کې نویو ګمارل شویو استادانو ته درې ورځینی ورکشاپ پیل شو.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۳:۱
SSSS

نن ورځ ۱۴۰۱ هـ.ش کال د حوت میاشتې ۹مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شعبان میاشې ۷مې نیټې سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د مسلکي پراختیا (P.D.C) دفتر کې د تدریس مېتود، اصول، چاپېریال او مدیریت په اړه درې وځینی ورکشاپ د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو.
په سر کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي پرانیستونکې خبرې وکړې او نویو ګمارل شویو استادانو ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې خوښ یو تاسو هم د شیخ زاید پوهنتون علمي کاروان سره یو ځای شوئ، لاس په دعا یو چې په سم ډول د هېواد ځوریدلو بچیانو ته د زړه له کومې په پوره صداقت، ایماندارۍ او وطني مینې سره دا سپیڅلي دنده ترسره کړئ.

استادان
ښاغلي نیازي ټینګار وکړ چې د امـ.ارت لخوا درسپارل شوی مسؤلیت باید په سم ډول په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړئ او د علم په حاصلولو او انتقالولو کې شرم په کار نه دی، کمال ته هغه څوک رسیږي، چې په دې لاره کې تکلیفونو، زخمتونو او کړاوونو ته په پوره زغم او حوصلې سره اوږه ورکړي او ځان هدف ته ورسوي.
د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي وویل څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، چې په تېرو دورو کې ډېرې نارواوې ترسره کیدې؛ خو الحمدلله! د ام- اس په راتللو سره دا بدبختۍ پای ته ورسیدې، د آزادۍ لوی نعمت مو د قربانیو په نتیجه کې الله تعالی په برخه کړ، خو دا چې اوس د غربیانو لخوا فکري جګړه روانه ده، نو په کار ده چې په  فکري جګړه کې هم بریالیتوب ترلاسه کړو، چې دا ستاسو مسؤلیت جوړیږي چې د محصلانو او ټولنې په فکري رغونه کې پوره هلې ځلې ترسره کړئ.
یاد ورکشاپ د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنمل محمد انور انور او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل محمد ساقي عادل لخوا پرمخ وړل کیږي، چې تر درېیو ورځو به دوام ولري.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۲۰:۲۹
Background image

د شيخ زايد پوهنتون له يولسو پوهنځيو څخه ۹۲۰ تنه محصلان فارغ شول.

د شيخ زايد پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال عمومي فراغت غوڼدې شانداره مراسم ترسره شول، چې په ترڅ کې یې ۹۲۰ محصلان د بېلا بېلو څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۵۰
Background image

د پلان جوړونې، نظارت، ارزونې او راپور لیکلو تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پیل غونډه کې د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد جاوید خالد، د خوست اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو آمریت مسؤلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۰
Background image

له ښکېلو خواوو سره د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس پيل شو.

د طبي، ټولنيزو، طبیعي، انجنيري او ټکنالوژيکي علومو په برخه کې د استادانو له لوري د تر سره شويو څېړنو پايلو شريکولو درې ورځنی کنفرانس نن پيل شو.

BACK TO NEWS